1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي د مهاجرو د منلو اعظمي شمیر دوه برابره کړي

۱۴۰۰ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

امريکا متحده ايالات غواړي چې په راتلونکي کي هر کال تر ۱۲۵ زره پناه غوښتونکي ومني. په دي سره ولسمشر بايدن خپله د ټاکنو ژمنه پوره کوي. پخواني ولسمشر ترمپ د پناه غوښتونکو په منلو کي د پام وړ کمښت راوستی وو.

https://p.dw.com/p/40bGh
Symbolbild I Migrationspolitik der USA
انځور: Elliot Spagat/AP/picture alliance

له مکسيکو سره د امريکا په سرحد کې پناه غوښتونکي

امريکا متحده ايالات غواړي چې په راتلونکي کي هر کال تر ۱۲۵ زره پناه غوښتونکي ومني. په دي سره ولسمشر بايدن خپله د ټاکنو ژمنه پوره کوي. پخواني ولسمشر ترمپ د پناه غوښتونکو په منلو کي د پام وړ کمښت راوستی وو.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د قبلولو پياوړی داخلی پروګرام د دغه هيواد د بهرني سیاست د ګټو او ملي امنيت د اهدافو له پاره خورا مهم اهميت لري او د بنسټیزو ارزښتونو ښکارندويي کوي. امريکا متحده ايالت د یوه هيواد په توګه د پناه غوښتونکو او کډوالو هرکلی د يو دود په توګه پاللې.

ياد وزارت څرګنده کړې ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د «بشري بحرانونو» له کبله بيا ميشتيدني ته ډېره اړتيا شته.

د ۱۲۵۰۰۰ پناه غوښتونکو لوړې کچې بودجه چې د ۲۰۲۲م کال له پاره ده، د روان ميلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه پيل کيږي. د بيا اوسیدنې پروګرام له افغانستان څخه د هغه سیمه ايزو کارکوونکو له پاره دی، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو او د سخت دريزه طالبانو واک ته له رسیدلو سره له افغانستان څخه وتښتيدل.

د ترمپ په وخت کې ۱۵۰۰

د امریکا پخواني جمهوررئیس دونالد ترمپ په پرله پسې توګه د هغو پناه غوښتونکو شمير چې په دغه هيواد کې د مېشتېدو اجازه ورکول کېده کم کړ او د خپل جمهوري رياست په وروستي کال کي يې تر ټولو کم شمير ۱۵ زرو ته راکښته کړ. تر هغه مخکي ولسمشر باراک اوباما په وخت کي په کال کې تر ۱۰۰ زرو زيات پناه غوښتونکي په امريکا کي منل کيدل.

Symbolbild I Migrationspolitik der USA
انځور: Gregory Bull/AP/picture alliance

د ډيرو بحراني سیمو خلکو له پاره د امریکا متحده ايالات لا هم يو په زړه پورې خيالي هدف دې

د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کي جو بايدن په انتخاباتي کمپاينونو کي خلکو ته وعده ورکړې وه چې د پناه غوښتونکو په شمېر کې به د پام وړ زياتوالی راولي. خو د هغه واک له رسېدو سره سره اړوند پروګرامونه همداسي پاته ول. د بايدن د ملي امنيت مشاور جیک سالیوان په اپریل  مياشت کي اعلان وکړ چې د قبلولو پروګرامونه به د څه مودې له پاره همداسي پاته وي، ځکه چې بيا رغول يې وخت غواړي.

بايدن د مۍ مياشتي په لومړيو کي اعلان وکړ چې په روان ميلادي کال کې به د پناه غوښتونکو د قبلولو حد ۶۲،۵۰۰ ته پورته کړې او د ۲۰۲۲م کال له پاره يې د مهاجرو لوړ شمير ۱۲۵۰۰۰ اعلان کړ.