1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلماني ټاکنې: د آلمان د سیاسي ګوندونو د مهاجرت سیاست

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

مهاجرت د ۲۰۱۷ م کال په انتخاباتو کې هم یو له برخلیک ټاکونکو مسائلو څخه و. مطرح ګوندونو اوس هم دې موضوع ته د توجه په مرکز کې ځای ورکړی دی. دلته د مهاجرت د سیاست په هکله د دغو لویو ګوندونو څو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/40qnH
Kugelschreiber der großen Parteien und Schatten des deutschen Bundesadlers...
انځور: Christian Ohde/chromorange/picture alliance

د مهاجرت سیاست په ۲۰۱۷م کال کې هم د آلمان په تیرو ټاکنو کې یوه له مهمو موضوعاتو څخه وه. سږ کال هم د مهاجرت موضوع د سیاسي ګوندونو د ټاکنیز پروګرامونو مهمه موضوع تشکیلوي. په دې ځای کې د آلمان د شپږو لویو ګوندونو انتخاباتي پروګرامونو ته نظر اچوو.

د «سي ډي یو» او «سي اس یو» ګوندونه

د سي ډي یو یا مسیحي دیموکرات اتحاد او سي اس یو یا د بایرن ایالت سوسیال مسیحي اتحاد ګوندونه په خپلو ټاکنیزو پروګرامونونو کې د مهاجرو له اساسي حقونو څخه ملاتړ کوي. خو دغه اتحادي ګوندونه غواړي پر دې تمرکز ولري چې اکثره هیوادونه د امن مبدا هیوادونو په توګه اعلان شي. د دوی له نظره هغه کسان چې د پناه غوښتونه یې رد شوې وي باید ژر له آلمان څخه ووځي. د مجرمینو اخراجول د دغو دوو اتحادي ګوندونو د سیاست په لومړي مقام کې ځای لري.

Symbolbild Logo der Fraktion CDU CSU Fraktion im Deutschen Bundestag
د سي ډي یو یا مسیحي دیموکرات اتحاد او سي اس یو یا د بایرن ایالت سوسیال مسیحي اتحاد ګوندونه انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

په اروپایي اتحادیه کې، دغه دوه ګوندونه د نوموړي اتحادیي په بهرنیو سرحدونو کې د پناهندګۍ په هکله د تصمیم ګیرۍ د ګډو مرکزونو د رامنځته کولو غوښتونکي دي. په ځانګړي توګه اروپایي اتحادیه باید د مهاجرت یا تيښتې د عواملو پر وړاندې مبارزه وکړي. سربیره پر دې د سي اس یو او سي ډي یو ګوندونه د هدفمند او کنترول شوي مهاجرت پلوي کوي، کوم چې د آلمان د کار بازار په ګټه هم تمامیږي.

دوی غواړي چې د آلمان د کار بازار په جذابه کولو سره په اصطلاح با استعداده کسان د اقتصاد په برخه کې د کار او تحقیق له پاره آلمان ته جذب کړي.

«اس پي ډي»

د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند ټینګار کوي چې مهاجرت آلماني ټولنه لا زیاته غني کړې ده. ادغام یو دایمي ټولنیز او دولتي کار دی. دغه ګوند غواړي چې ټولو هغو کسانو ته چې تازه آلمان ته راځي د ژبې د زده کړې دورې، د ادغام او په ټولنه کې د مشارکت کورسونه وړاندې کړي.

Symbolbild SPD Fahnen
انځور: Sebastian Willnow/ZB/dpa/picture alliance

د بهتره ادغام له پاره اس پي ډي غواړي لا زیاتو پناه غوښتونکو ته د هغوی د کورنیو د الحاق زمينه مساعده کړي. همدارنګه هغه کسان چې په ټولنه کې په ښه ډول ادغام شوي دي، خو د اقامې حق یي تضمین شوی نه دی ورته د دایمي اقامت امکانات برابر کړي.

د دغه ګوند یو له اهدافو څخه دا دی چې د آلماني تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې خنډونه را کم کړي او د دوو تابعیتو درلودل هم افرادو ته ممکن کړي.

اس پي ډي همدارنګه د پناهندګۍ سیاست او سهمیه بندۍ د اصلاح په برخه کې د اروپا د همکارۍ غوښتنه کوي. سوسیال دیموکراتان په اجباري توګه مهاجرو د ایستلو ضد او په اروپایي اوبو کې د ژغورنې ماموریتونو د زیاتوالي غوښتونکی دی.

Symbolbild Bündnis 90 die Grünen
زرغون ګوندانځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

«زرغون ګوند»

د آلمان زرغون ګوند په دې بارو دی چې آلمان یو مهاجر منونکی هیواد دی، خو تر نن ورځې پورې «یو فعال د مهاجرت سیاست، د مهاجرت یو داسې قانون چې په واقعیت کې د مهاجرت ترویجوونکی وي، نه لري، بلکې لا زیات پيچلی شوی دی».

زرغون ګوند غواړي هغو کسانو ته چې د تحصیل درجه یي ټيټه ده، د آلمان د کار په بازار کې د تقاضا په پام کې نیولو سره د مهاجرت بهیر آسانه کړي. دغه ګوند غواړي د تابعیت ترلاسه کول لا زیات آسانه کړي او د مهاجرو اولادونه نور دې ته اړ نه وي چې د هغه هیواد د تابیعت چې د ده مور پلار یې لري او د آلمان د تابعیت ترمنځ تصمیم ونیسي.

زرغون ګوند غواړي چې آلمان ته د مهاجرو په راتګ سره دوی ته د ادغام او ژبې د زده کړې د کورسونو دورې ورکړل شي. دغه ګوند په قاطعانه ډول سوریې او افغانستان ته د اخراجونو مخالفت کوي.

Symbolbild FDP Button
انځور: Carsten Reisinger/imageBROKER/picture alliance

«اف ډي پي»

د آلمان لیبرال دموکرات ګوند یا اف ډي پي، د هغو هیوادونو د مهاجرو د منلو پلوی کوي چې په کورنۍ جګړه کې ښکيل دي او وايي چې دغه افراد باید موقتي اقامې په لاس راوړي. خو دغه مهاجر باید په خپل هیواد کې د جګړې تر پای وروسته بیرته خپل هیواد وګرځول شي.

اف ډي پي ګوند، همدارنګه د اروپايي اتحادېې پر غړو هیوادونو د مهاجرو د الزامي ويش غوښتونکی دی. دغه ګوند د اروپايي اتحاديې د بهرنیو سرحدونو د حفاظت آژانس، فرانټکس، د فعالیتونو د ډيريدو پلوي کوي. همدارنګه وايي چې د نجات سازمانونو دندې دې هم فرانټيکس ته وسپارل شي.

ليبرالان غواړي د تابعیت قانون اسانه کړي او بهرنيو ته د دې اجازه ورکوي چې د خپل هیواد تابعیت هم حفظ کړي.

Symbolbild Die Linke
چپیانانځور: Peter Endig/ZB/dpa/picture alliance

چپيان

د آلمان د لينک یا چپیانو ګوند په خپلو انتخاباتي برنامو کې د ټولو هغو انسانانو تر منځ د قانوني، سیاسي او اجتماعي برابري غوښتنه کوي. دوی غواړي په آلمان کې ټولو میشتو کسانو ته د اوږدمهاله اقامې او د فعالې او غیر فعالې رايې حق ورکړي. د چپیانو ګوند غواړي د مشارکت په یو قانون سره هغو افرادو له پاره چې د مهاجرت سابقه لري، په حکومتي ادارو کې د ګمارنې يوه سهمیه تعینه کړي.

Symbolbild AfD
د آلمان له پاره بدین (ای اف ډې) ښې اړخی ګوندانځور: Hendrik Schmidt/ZB/dpa/picture alliance

دغه حزب همدا رنګه غواړی چې د سفر آزادۍ له حق څخه د نړۍ په سطحه ملاتړ وکړي او پناه غوښتنې ته د فقر، چاپیريال او آب و هوا په دلیل اجازه ورکړي. خو د دغه ګوند له اهدافو څخه يو يې د فرانټکس آژانس لغوه کول دی او غواړي چې پر ځای يې یوه ملکي اروپايي برنامه رامنځ ته شي. دغه سیاسي جناح د اخراجونو ردوي.

 اې اف ډي

اې اف ډي يا د آلمان له پاره بدیل ګوند، بیا بر خلاف غواړي د مهاجرو شمير تر نهايي اندازې را کم کړي. دغه ګوند غواړي په آلمان کې د مهاجرو د منلو پر ځای، په بحراني سیمو کې  پر بشري مرستو تمرکز کوي. دغه سیاسي ګوند غواړي چې د مهاجرو پر مخ سرحدونه وتړل شي او د آلمان سرحدونه هم په سرحدي موانعو سره حفظ کړي. اې اف ډي ګوند غواړي چې مهاجر نور مالي مرستې ترلاسه نه کړي بلکې پر ځای د کالیو او خوراکي موادو په څير، غیرنغدي مرستې ورکړل شي.

د اې اف ډي د غوښتنې پر اساس، مهاجرت باید د یو ډير محدود چوکاټ او د جاپان د موډل پر اساس د امکان وړ وي. دغه ګوند غواړي د تابعیت قانون لا ډير سخت کړي.

په آلمان کې هر څلور کاله د بونديستاګ یا پارلماني انتخابات تر سره کيږي. په آلمان کې د انتخاباتو په شرایطو برابر شاوخوا ۴،۶ ميليونه کسان د ۲۰۲۱م کال په انتخاباتو کې رايې ورکوي. د آلمان په مخکيني انتخاباتو کې ۲،۱۰ سلنه کسانو چې ځانونه نوماند کړي وو، د مهاجرت سابقه لرونکې ول چې ۵۸ سلنه څوکې يې په لاس راوړې. تمه ده چې دغه رقم په اوسني انتخاباتو کې له ۱۲ سلنې هم لوړ شي.