1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د آلمان سفارت پخپله د خپلو کسانو د ایستلو پریکړه کړې

۱۴۰۰ مرداد ۳۱, یکشنبه

د رسنیو د رپوټونو په حواله وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې قدرت په خپل لاس کې ونیوه په کابل کې د آلمان سفارت مسئولینو پریکړه وکړه چې د دغه هیواد پورې د اړوندو کسانو د را ایستلو د چارو مسئولیت په خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/3zLQC
Afghanistan I Evakuierung am Flughafen Hamid Karzai
انځور: Mark Andries/US MARINE CORPS7AFP

د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې د یو شمیر باوري سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې آلمان حکومت په لومړي سر کې په سیمه کې د وضعیت په اړه خبردارۍ په کافي اندازه جدي نه وو نیولی.

د نوموړي ورځپاڼې په حواله د سیمه ایزو کارمندانو او اړونده کسانو د را ایستلو پریکړه د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ایز وخت مطابق نږد ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې نیول شوې وه.

ویل کیږي چې لږ وروسته بیا په خپل مټ د خلکو د را ایستلو د چارو عملو کولو پریکړه وشوه. وروسته له هغې په افغانستان کې د آلمان د سفیر مرستیال د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د بحران سره د مبارزې مرکز ته د دې پلان د تائید یا تصویبولو په خاطر یو ایمیل واستوه.

خو د بهرنیو چارو وزارت د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې له سفارت سره یې تل له ښه چلند څخه کار اخیستی دی او د اونۍ په پای کې د تخلیه کولو پروګرام د امادګۍ په هکله یو له بل سره «په نږدې تماس» کې ول.

د جمعې په ورځ هم د سفارت ارزونه داسې وه چې په منځمهاله یا اوږدمهاله توګه د امنیت نه شي تضمین کیدلی، خو په لنډ مهاله کې به ممکن وي.

په داسې حال کې چې د تخلیه کولو پروګرام له پاره امادګیو جریان درلود، خو د شنبې په ورځ «په چټکۍ سره د وضعیت د خرابیدو له امله د دې کار له پاره ټاکل شوی زماني جدول په پرله پسې ډول را نزدې کړای شو.»

کله چې د یکشنبې په ورځ سفارت په عاجل ډول د تخلیه کولو پروګرام غوښتنه وکړه «بی له ځنډه ورته شین څراغ» وښودل شو. 

طالبان د تیرې یکشنبې په ورځ په ډیرې چټکې سره د افغانستان د ډیرو سیمو تر نیولو وروسته پر کابل برید وکړ او ۲۰ کاله وروسته له دې چې لویدیځو ځواکونو پر افغانستان برید کړی وو، یو وار قدرت ته رسیدلي دي.

په اوس وخت کې په لسګونو زره کسان له دغه هیواد څخه د تيښې په هڅه کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا