1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان: د مهاجرو لیږدونکي موټر په ټکر کې مرگ ژوبله اوښتې ده

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

یو وار بیا د یونان په شمال ختیځ کې د دوو موټرو د ټکر په پایله کې پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د انساني قاچاقبرانو نړیوال بانډونه د خپلو جنایتکارانه فعالیتونو د دوام له پاره له دوی څخه استفاده کوي.

https://p.dw.com/p/4Q9rz
Griechenland Autobahn mit Schild Komotini
انځور: picture-alliance/AA/A. Mehmet

دوی یعنې انساني قاچاقبران په پرله پسې ډول بریالي کیږي چې له ترکیې څخه پناه غوښتونکي یونان او له هغه ځایه یي بیا لویدیځ اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي.

په یونان کي د ریل ګاډیو ټکر سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د اتن پولیسو ویلي دي چې د شنبې (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه) په ورځ په یونان کې له یوه بل موټر سره د مهاجرو د لیږدونکي ترانسپورټي موټر د مخامخ ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې پيښه کې ۶ تنه نور په شدید ډول ټپیان شوي چې وضعیت یي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ویل کیږي چې د مهاجرو لیږدونکی دغه موټر د ترکیې او یونان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه د لویدیځ یونان پر لور په حرکت کې وو.

د پولیسو په وینا د دې له پاره چې د پولیسو له کنترول څخه تیښته وکړي، په دې هڅه کې یې د پولیسو له موټر سره یو اړخ لګیږي، او بلاخره موټر یې د مقابل لورې خط یا لیکې ته اوړي او هلته له یوه بل موټر سره چې یو کس په کې سپور وو ټکر کوي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د قاچاقبرانو بانډونه معمولاً بی تجربه او قانوني سن ته نه رسیدلي موټر چلوونکي گماري، څو له سرحدي سیمو څخه پناه غوښتونکي د یونان خاورې ته دننه ورسوي. دوی دا کار د دې له پاره کوي چې د پولیسو له خوا د نیول کیدو په صورت کې یې سزا کمه وي، ځکه د قانون له مخې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان په ماشومانو کې حسابیږي او لږه سزا ویني.

په تیرو کلونو کې هم په لسگونو کسانو د یونان په شمال ختیځ کې د ختیځ- لویدیځ ترمنځ د «Egnatia» په نامه لویه لاره کې په دې ته ورته پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

پناه غوښتونکي د قاچاقبرانو په مرسته هڅه کوي له سرحد څخه په تیریدو ایټالیا او مرکزي اروپا ته ځانونه ورسوي، بې له دې چې په یونان کې پناهندگي ورکړي یا په اصطلاح د پناه غوښتونکي په توگه هلته ثبت او راجستر شي.

په يونان کې په مهاجرو ډک موټر چپه شوی

د يونان دولتي راډیو تلویزون د یکشنبې په ورځ د پولیسو په حواله ویلي دي چې د قاچاقبرانو بانډونه د دې سفر له پاره له هر یوه پناه غوښتونکي څخه د ۲۰۰۰ او ۷۰۰۰ یورو ترمنځ پيسې ترلاسه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص