1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي په «چانس کارډ» د کډوالۍ نوی پروګرام پېل کړي

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

د آلمان د کار او روزګار وزير اعلان کړی دی چي يو «عصري د کډوالۍ قانون» به رامنځته کړل سي. په وينا يې د نوي قانون مقصد به آلمان ته د بهرني مسلکي کسانو راجلبول وي. آلمان دغه کار ته ځینې شرایط هم رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4GOsJ
د صنعتي ميخانيکي په توګه دغه مېرمنه هم په آلمان کي د کميابو مسلکي کسانو څخه ده
د صنعتي ميخانيکي په توګه دغه مېرمنه هم په آلمان کي د کميابو مسلکي کسانو څخه دهانځور: Rupert Oberhäuser/imago images

د المان کار او روزګار سره د تړلو چارو وزير هوبېرتوس هايل د «بلډ ام زونټاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي له بهر څخه په آلمان کي کار موندنه عموما ډېر مشکل کار وي. هغه زياته کړې: «موږ د چانس کارډ په نوم د شمېرو يو شفاف نظام رامنځته کول غواړو چي هغه انسانان چي زموږ هيواد ورته اړتيا لري وکولای سي چي په آسانه راسي.»
د آلماني وزير په وينا به هر هغه کس د «چانس کارډ» ترلاسه کړلای سي چي په آلمان کي په رسميت پېژندل سوي تحصيلي يا د مسلکي زدکړو اسناد ولري. د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال ويلي: «موږ هغه انسانان هم غواړو او ورته و آلمان ته د راتګ چانس ورکوو چي داسي وړتياوي ولري چي زموږ د کار په بازار کي ورته اړتيا وي.»

«په آلمان کي تر نیم میلیون اضافه مسلکي کسانو ته اړتیا ده»

د درو شرايطو پوره کوونکی د چانس کارډ ترلاسه کولای سي


د دغه آلماني وزير په وينا د چانس کارډ په مرسته به د شمېرو ترلاسه کولو يو نظام رامنځته کړل سي چي څلور شرايط به لري. هغه څوک به د چانس کارډ تر لاسه کوي چي له څلورو شرايطو څخه درې يې پوره کړي وي: لومړی شرط به دا وي چي ليوال کس به له آلمان څخه د باندي تحصيلي يا مسلکي بريليک په لاس راوړی وي. دويم شرط به دا وي چي لږ تر لږه درې کاله به يې په خپل مسلک کي عملي کار کړی وي. دريم شرط دا دی چي يا به يې د اړتيا سره په سمه اندازه آلماني ژبه زده وي او يا به يې په آلمان کي پخوا وخت تېر کړی وي. څلورم شرط به دا وي چي د ليوال کس عمر به تر ۳۵ کالو کم وي. خو د دغه کارډ او نظام د تفصيلي شکل جوړولو لپاره به په حکومت کي دننه لا خبري اتري وسي.

تر اوسه د ۷۷ زرو په شاوخوا کي غير اروپايي مسلکيانو په آلمان کي د «شين کارډ» له لاري د کار او اقامې آسانتيا په لاس راوړې ده
تر اوسه د ۷۷ زرو په شاوخوا کي غير اروپايي مسلکيانو په آلمان کي د «شين کارډ» له لاري د کار او اقامې آسانتيا په لاس راوړې دهانځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance

هوبېرتوس هايل په آلمان کي د مسلکي کسانو و کمښت ته په اشاره سره وويل: «موږ و آلمان ته کډوالۍ ته اړتیا لرو» هغه زياته کړې ده: «موږ به کال په کال د خپلو اړتياو په مطابقت د حد اکثر هغو کسانو شمېر ټاکو چي و آلمان ته د راتګ لپاره به د چانس کارډ ترلاسه کولای سي چي په مرسته يې هغه په آلمان کي کار يا زدکړي وکړلای سي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.