1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

ایټالیا: د افغانانو په ګډون ۱۹ تنه انساني قاچاقبران نیول شوي

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د ایټالوي چارواکو په حواله په نیول شویو کسانو کې د عراق د کردي اتباعو او ایټالویانو سربیره پاکستاني او افغان اتباع هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3mHiC
Italien Sizilien | Polizei führt mutmaßliches Mitglied der Mafia ab
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Petix

د ایټالیي له پلازمېنې روم څخه د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۵ نیټه) رسیدلو رپوټونو په حواله ایټالوي چارواکو ویلي دي چې شکمنو مجرمینو د مختلفو هیوادونو پورې تعلق درلودونکي پناه غوښتونکي د دې له پاره په غیر قانوني ډول ایټالیي ته رسول چې وروسته یي بیا سکندنیاوي او شمالي اروپایي هیوادونو ته انتقال کړای شي.

د ایټالوي چارواکو په حواله په نیول شویو کسانو کې د عراق د کردي اتباعو او ایټالویانو سربیره پاکستاني او افغان اتباع هم شامل دي. دغه چاپې د شنبې په ورځ د ایټالیي په باري، میلان، تیورین او وینټي میګالیا ښارونو کې وهل شوي دي.

د مدیترانې له لارې ایټالیا ته راتګ

ویل شوي چې دغه شکمن کسان په نړیواله کچه د انساني قاچاق کونکو د یوې منظمې او فعالې ډلې غړي دي او دوی د مدیترانې له لارې پناه غوښتونکي ایټالیي ته رسول.

ایټالیي ته تر رسولو وروسته به نوموړې ډلې د دغو پناه غوښتونکو د استوګنې بندوبست او شمالي اروپایي هیوادونو ته د دوی د رسولو په خاطر به یي ورته د سفر کولو جعلي اسناد هم برابرول.

د یوه کس پر سر ۶ زره یورو

د ایټالیي د مهاجرت ادارې د چارواکو په حواله دغو قاچاقبرانو به د جعلي اسنادو تر برابرولو وروسته د شپې په تیاره کې دغه پناه غوښتونکي د ایټالیي وینټي میګلیا ښار ته نږدې د فرانسې له سرحدي پولې ور اړول او په دې توګه به یي د فرانسې خاورې ته رسول.

تفتیش کونکو ویلي دي چې د انساني قاچاق کونکو دغې ډلې به فرانسې ته د هر پناه غوښتونکي د رسولو په بدل کې شاوخوا د ۶۰۰۰ یورو معادل پيسې ترلاسه کولې.

دغه پيسې به یا اروپا ته د رسول شویو دغو پناه غوښتونکو د خپلوانو له طریقه په اروپا کې د دغو قاچاقبرانو بانکي حسابونو ته حواله کیدلې او یا به هم اکثره وختونه په ترکیه کې د دوی د ارتباطي اشخاصو په وسیله دوی ته رسول کیدلې.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح