1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت شمېر لوړ پاته دی خو مسيرونو کې تغيير راغلی

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو چارواکو د روان عيسوي کال په لومړيو دوو مياشتو کې ۲۸۱۳۰ د غيراصولي سرحد اوښتنې موارد ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/4OXXP
اروپا ته د په غير اصولي توگه د داخلېدونکو شمېر جگ پاته دی
اروپا ته د په غير اصولي توگه د داخلېدونکو شمېر جگ پاته دیانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د اروپايي سرحدونو ساتونکي آژانس فرونتکس د جمعې په ورځ په وارسا کې وويل چې د روان عيسوي کال په لومړيو دوو مياشتو کې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته د غيراصولي اوښتنو ۲۸۱۳۰ موارد ثبت شوي دي. د دغه آژانس په وينا دغه شمېر د تېر کال په لومړيو دوو مياشتو کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د سرحدي چارواکو لخوا ثبت شوو شمېرو په سويه جگ پاته دی. دغه اروپايي آژانس البته زياته کړېده ده چې د تېر کال په پرتله د مهاجرت په مسيرونو کې تغيير راغلی دی. په دې ترڅ کې ويل شوي دي چې د مرکزي مديترانې له لاري د ايټاليې او مالټا پر لور په ناقانونه سفرونو کې زياتوالی راغلی دی او شمېر يې دوه چنده زيات شوی دی. فرونتکس ويلي دي چې پر ياد مسير د ثبت شوو غيراصولي سرحد اوښتنو شمېر د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ مياشت کې ۱۲۰۰۰ و.

دغه هم ولولئ: د اروپا اتحادیه غواړي د مهاجرو تعداد کم کړي
 

ويل شوي چې د لوېديځ بالقان پر مسير د ثبت شوو غيراصولي سرحدي اوښتنو په شمېر کې د تېرکال په پرتله د ۲۸ فيصدو کموالی راغلی دی. پر ياد مسير د ثبت شوو سرحد اوښتنو شمېر په ياده موده کې ۸۳۹۴ ياد شوی دی. فرونتکس ويلي دي چې د لوېديځې افريقا پر مسير د مهاجرت شمېر ۶۸ سلنه راکم شوی او ۱۷۷۱ مهاجرتونه يې ثبت کړي دي. د مديترانې پر لوېديځه برخه و هسپانيې ته د غيراصولي سرحد اوښتنې ۱۰۹۹ موارد ثبت شوي دي چې د تېر کال د همدغې مودې په پرتله پکښې ۳۸ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه هم ولولئ: د جرمني څخه تقریبأ ۹۵۰۰ مهاجر اخراج سوي

د مانش کانال له لارې بريتانيې ته په غيرقانوني مهاجرت کې ۸۲ فيصده زياتوالی راغلی دی او په دوو مياشتو کې د ثبت شوو شمېرو مقدار يې ۵۶۲۲ ته رسېدلی دی. د اروپايي اتحاديې په ختيځه پوله چې د سپيني روسيې سره واقع ده، هم د مهاجرتونو زياتوالی ثبت شوی دی. له دغې لارې و اروپايي اتحاديې ته د داخلېدونکو ۸۵۶ موارد ثبت شوي دی چې دا د تېر کال د همدغې مودې په پرتله د تقريبا يونيم چنده زياتوالی دی.
 

د فرونتکس په وينا د مرکزي مديترانې له لاري و اروپايي اتحاديې ته په داخلېدونکو کې زيات شمېر د هغو کسانو و چې د عاج د ساحل، گينيا او پاکستان ځخه ول. د لوېديځ بالقان پر تر ټولو مصروف مسير د مهاجرت کوونکو اکثريت بيا له سوريې، افغانستان او ترکيې څخه ياد شوی دی.

آ./ا.ا./ن.ص.