لوږه؛ نااميده افغانان د وړیا ډوډۍ له پاره په کتار کي ولاړ دي
۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبهمهاجره سهار وختي تر صفر درجې کښته هوا کي په کابل کي یوې نانوايي ته ځي او انتظار باسي تر څو یې نوبت راورسیږي او وړیا ډوډۍ تر لاسه کړي. ځیني ورځي د هغې د کورنۍ ټول غړي او نور کسان هم د وړیا ډوډۍ د په لاس راوړلو له پاره په کتار کي دریږي او ټوله ورځ یوازي همدا ډوډۍ خوري.
مهاجره چي د دوو کوچنیانو مور ده، د فرانسې خبري آژانس ته وایی: «که له دې ځایه ډوډۍ په لاس رانه وړم، نو موږ وږي بیدیږو.»
دغه مور زیاتوي: «ما حتي د خپلو لوڼو د خرڅلاو په هکله فکر کړی، خو بیرته پښېمانه سوم او ځان مي خدای ته وسپاره.»
افغانستان د یوه بشري ناورین په درشل کی دی. واک ته د طالبانو تر رسیدو، په بهر کي د افغانستان د شتمنیو تر کنگل کیدو او نوموړي هیواد ته د نړیوالو مرستو تر بندیدو وروسته په دغه هیواد کي بشري حالت لا پسي خراب سوی دی.
په دغه هیواد کي بې کاري ډېره سوې ده او د حکومت ډېرو کارکوونکو له میاشتو راهیسي معاش نه دی ترلاسه کړی. افغانستان د پخواني حکومت پر وخت تر ډېره په خارجي مرستو پوري تړلی وو.
ملگرو ملتو خبرداری ورکړی دی چي د افغانستان څه د پاسه نیمايي نفوس د خوراک د کمبود له سخت گواښ سره مخامخ دی.
د کابل په یوې سیمه کي د وچي ډوډۍ دغه ډول وېش چي د شنبه په ورځ پیل سوی، د «له لوږي څخه د افغانانو د ژغورلو» کمپاین یوه برخه ده چي د کابل د پوهنتون د یوه پروفیسر په مرسته پيل سوی دی.
په دغه کمپاین کي به د کابل په نهمه ناحیه کي ۷۵ کورنۍ د یوې میاشتي له پاره وړیا ډوډۍ په لاس راوړي.
نوریه یوه له هغو کسانو څخه ده چي د نورو څلورو ښځو ترڅنگ په کتار کي ولاړه ده تر څو د خپلي کورنۍ له پاره د خیرات ډوډۍ ترلاسه کړي. دغو ټولو ښځو د طالبانو هغه لارښوونه پر ځای کړې ده چي ښځي دي چادرۍ واغوندي.
دغه مېرمن وايي چي د مېړه ترمرگ وروسته یې له خپلو دوستانو مرسته په لاس راوړله، خو هغه مرسته هم نوره په ټپه ودرېده.
نوریه چي د څلورو کوچنیانو مور ده وايي: «موږ وریجي، د زردکو سوپ او شلغم خورو... او موږ د غوښو پر ځای وچه ډودۍ پکښي اچوو.»
په داسي حال کي چي ښځي او نارینه د وړیا ډوډۍ د په لاس راوړلو له پاره په کتار کي انتظار باسي، د هغوی کوچنیان د سړک پر سر لوبي کوي. له هغوی څخه ځینو یې غټ بوټونه اغوستي چي د ژمي په موسم کي د بې وزلۍ او بې وسۍ څرگندوی دي.
کله چي وروستی کس له نانوايي څخه ځي، د هغه خاوند مکرم الدین وايي: «خلکو خپل کار له لاسه ورکړی او هیڅ عاید نه لري. موږ به پخوا څلور گونۍ اوړه مصرفوله او اوس یوازي یوه نیمه گونۍ اوړه مصرفوو.»
GP/NZ/AG