1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه او جرمني له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعه

آلمان غواړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم خپلو پرمختیايي مرستو ته دوام ورکړي.همدارنګه ملګرو ملتونو هم اعلان کړی دی چي په دغه هیواد کي به خپل بشري اوسیاسي ماموریت ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3s6Bb
UN-Sondersession zum 75. Geburtstag
انځور: Mike Segar/Reuters

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دویاریک ویلي: «موږ به حالات بیا هم تر پلټنو لاندي ونیسو او همدارنګه به زموږ ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي. دا معلومداره خبره ده چي د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هیواد خپل اغیز ولري.»

هغه زیاتوي: «ملګري ملتونه له ډیرو کلونو راهیسي د بشري مرستو په برخه کي په افغانستان کي حضور لري. د افغانستان له پاره د یوناما په نامه د ملګرو ملتونو ماموریت یو کوچنی سیاسي ماموریت دی چي ۱۲۰۰ کارکوونکي لري او د هغو له جملې څخه اکثریت کارکوونکي یې افغانان دي. په هغه کي سوله ساتونکي ځواکونه شامل نه دي.»

Entwicklungsminister Gerd Müller
د جرمني د پرمختیایی چارو وزیرانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture-alliance

له بلي خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره خپل د ملاتړ د دوام ژمنه کړې. نوموړي سیاستوال د اوګسبورګر الګیماینر په نامه ورځپاڼي ته وویل: «موږ به په راتلونکي کي هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار وکړو. آلمان د دوهم لوی تمویل کوونکي هیواد په توګه یو ستر مسؤلیت پرغاړه لري. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هیواد بشري مرستو ته اړتیا لري.»

میولر د افغانستان له پاره د آلمان پرمختیايي مرسته بریالۍ بولي. هغه ټینګار کوي: «په ګډه مو په افغانستان کي په تیرو دوو لسیزو کي د روغتیا او تعلیمي چارو په برخه کي لوی پرمختګونه کړي دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسي د اوسط عمر سطحه ۹ کاله پورته سوې. د سړي پر سر عاید څلور برابره او د هغو کوچنیانو شمیر چي ښوونځیو ته ځي ۱۲ برابره سوی دی.

امریکا او د آلمان په گډون د ناتو متحدین غواړي د می مياشتي په پیل کي له دغه هیواده د خپلو ځواکونو په راایستلو پیل وکړي.

PG/NZ/AG