1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مګرو ملتونو عمومي مونشي طالبان په جنګي جنایت تورن کړل

۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبه

د هغو رپوټونو په حواله چې د ملګرو ملتونو سازمان په اختیار کې ورکړل شوي دي طالبان په افغانستان کې د جنګي جنایتونو مرتکب شوي. انتونیو ګوتیرش په افغانستان کې پر ملکي وګړو برید د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3yyxE
UN-Generalsekretär António Guterres
انځور: Javier Soriano/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي وایي چې له افغانستان څخه ترلاسه شوي رپوټونه، په ځانګړي توګه له هغو حقونو څخه د ښځو او نجونو د محرومه کولو به هکله چې دوی یې د ترلاسه کولو له پاره سخته مبارزه کړې ده، ډير زړه بوږدونکي او وحشتناکه دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ګوتیرش د جمعې په ماښام خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې پر ملکي خلکو برید د جنګي جنایت مترادف دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل راهیسې طالبان د دغه هیواد په مختلفو برخو کې په ډیرې چټګۍ سره د پرمختګ په حال کې دي. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې طالب جنګیالیو یوازې پر کوچنیو ښارونو تسلط درلود، خو نه وو توانیدلي چې د هیڅ کوم ولایت مرکز ونیسي.

په تیرو اتو ورځو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه نیمایي یي د طالبانو لاسو ته ولیدلي دي او هره ورځ یې په شمیر کې زیاتوالی رامنځته کیږي.

د رپوټونو په حواله طالبانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۳مه) د پلازمېنې کابل تر ۵۰ کیلومترۍ پورې پرمختګ کړی دی او اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې پر کابل بریدونه پيل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ارزونې په حواله طالبان اراده لري چې کابل په بشپړ ډول محاصره کړي او له نورو ولایتونو سره یې اړیکې پرې کړي.

د «جهل او وحشت لښکر» پرمختګ

د «طلوع نیوز» خبري شبکې د یوه رپوټ پر بنسټ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ تر یوه امنیتي غونډې وروسته اعلان وکړ: «دولت [د جهل او وحشت لښکر] په مقابل کې اودریږي او له خپلو ټولو امکاناتو سره د دې هجوم په مقابل کې له ملي مقاومت څخه ملاتړ کوي».

په همدې منځ کې لویدیځو هیوادونو له افغانستان څخه د خپلو ټولو دیپلوماتانو او د خپلو نمایندګیو همکارانو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

د پنټاګون ویاند، دې ته په اشارې سره چې په اوس وخت کې کابل د سقوط له خطر سره نه دی مخامخ، د افغانستان رهبري، ادارې او نظامي ځواکونه د طالبانو د هجوم پر وړاندې په لازم مقاومت نه کولو تورن کړل.

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي د جمعې په ورځ په عاجل ډول د پوځي بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې له یوې ویجاړوونکي کورنۍ جګړې او په انزوا کې د افغانستان له پاتې کیدو څخه د مخنيوي په خاطر اړینه ده چې ښکیلې خواوې جدي خبرې اترې پيل کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا