1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د بشري حقونو خراب وضعيت ته د يوه ناآرامه کوونکي تمايل په توګه ګوري. هغه وويل چې په ټوله نړۍ کې له بشري حقونو څخه سرغړونې ورځ تر بلې زياتيږي او ويې منله چې په امريکا کې هم وضعيت دې ته ورته دی.

https://p.dw.com/p/3rPsy
USA Außenminister Antony Blinken
انځور: Mandel Ngan/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په واشنګټن کې د امريکا د حکومت د بشري حقونو کلني رپوټ د وړاندې کولو پر وخت وويل: «د بشري حقونو په مورد کې تمايل په پرله پسې توګه ناسم لوري ته روان دی. موږ يې شواهد د نړۍ په هره سيمه کې وينو.»

نوموړي په ځانګړي توګه په چين کې د ايغور مسلمان اقليت د »ټول وژنې« يادونه وکړه او همدا راز یې په روسيه، يوګاندا او وينزيويلا کې د اپوزيسون د سياستوالو او ژورناليستانو د نيول کيدو او پر هغو د بريدونو يادونه وکړه. بلينکن په يمن کې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې هم يادې کړې او د ميانمار د پوځ لخوا یې د مظاهرو کوونکو پر وړاندې ناوړه چلن هم وغانده.

کرونا وضعيت نور هم خراب کړی

نوموړي وزير وويل چې د کرونا نړيوالې وبا دا وضعيت نور هم خراب کړی. د هغه په خبره مطلق العنان حکومتونو له دې بحران څخه په استفادې منتقدين په نخښه کړل او بشري حقونه یې لا پسې له پامه ورغورځول.

بلينکن اعلان وکړ چې امریکا متحده ایالات به د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره سخت چلن وکړي. هغه زياته کړه: «د بايدن حکومت به د نړۍ په هر کوډ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو پر ضد اقدامات وکړي، پرته له دې چې عامل یې د امريکا متحد او که مخالف دی.»

Myanmar Sicherheitskräfte
په ميانمار کې له مظاهره کوونکو سره سخت ناوړه چلن غبرګونونه پارولي ولانځور: AP Photo/picture alliance

«ژورې ريښې لرونکي بې عدالتي»

بلينکن ومنله چې امريکا هم د بشري حقونو څخه د سرغړونو له پېښو خلاصه نه ده. هغه وويل: «موږ پوهيږو چې بايد په کور دننه هم د دې پر ضد کار وکړو چې د تبعيض او ژورې ريښې لرونکې بې عدالتۍ سره مبارزه هم پکې شامله ده.»

هغه وويل چې موږ به له نابرابرۍ سره مبارزه وکړو او له سرغړونو څخه به د سترګو پټولو هڅه و نه کړو.

ب. ص/ ن. ز (dpa,afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل