1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

« په پاکستان کې د بیان ازادي نوره هم محدوده سوې»

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د بشري حقونو د فعالینو په نظر د اټومي قدرت لرونکي هیواد، پاکستان مسئولو چارواکو پروسږکال د بیان ازادي نوره هم محدوده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4MBbp
Pakistan Gesundheitssystem in Belutschistan
انځور: A.G.Kakar/DW

تیره پنجشنبه په لندن کي د بشر د حقوقو سازمان، هیومن رایتس واچ له خوا د «ؤرلډ رپورټ» په نامه کلني نشر سوي رپوټ کي راغلي، چي اسلام آباد په ۲۰۲۲ م کال کي د رسنیو، مخالفینو او مدني ټولنو پرضد اقدامات شدید کړي دي. په رپوټ کي د نورو ترڅنګ د ژورنالسټانو او د بشري حقونو د فعالینو پر تعقیب او شکنجې باندي انتقاد سوی دی، کوم چي د پاکستان پر حکومت باندي انتقاد کوي.

Pakistan | Anhänger der religiösen Partei Jamiat Talba-e-Arabia
انځور: Mk Chaudhry/epa/dpa/picture alliance

د هیومن رایتس واچ د آسیا د څانګي مسئولې مرستیالې، پاتریسیا ګوسمن ویلي، چي « په پاکستان کي د بیان د ازادۍ او بل ډول مفکورو دردلودلو امکانات په چټکۍ سره کمیږي».

پاکستان کې یوې افغانې افغان مهاجر ماشومانو ته ښوونیز مرکز جوړ کړی

د جنوبي آسیا دغه تر ۲۲۵ ميلیونه اضافه نفوس درلودونکی هیواد په ۲۰۲۲ م کال کي د سختو سیلابونو له ناورین سره مخامخ سو او ترهغه دمخه هم یوه میاشت پرله پسې سیاسي بحران دغه هیواد فلج کړی ؤ. هلته د اسلامي افراطیانو ترهګري حملې هم مخ پر ډیریدو دي. سربیره پردې پر سیاست باندي د پاکستان د قوي پوځ پراغیز باندي هم انتقادونه راپورته سوي دي.

سرحدي شخړې او د سیمې په هیوادونو کې یې پر افغان کډوالو اغیز

د «ؤرلډ رپورټ»، چي د ۳۳ وار دپاره نشر سوی دی، دغه سازمان په تقریباً سلو هیوادونو کي د بشر د حقونو وضعیت تشریح کړی دی. په همدې حال کي د دغه سازمان د اجرائيه کمیټې مؤقتي رئیسې، تیرینا حسن ټینګار کړی دی، چي د بشر د حقوقو څخه د دفاع پخاطر نور د دولتونو پر یوه کوچني ګروپ، عمدتاً د نړی د شمال پر هیوادونو باندي تکیه نه سي کیدلای.