1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ترکيه:‌ روغتون کې اورلګېدنې د کرونا ګڼ شمیر ناروغان وژلي دي

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د ترکيې په سويل کې د روغتون د جدي مراقبت په يوه څانګه کې چاودنې او اورلګېنې د کوويد-۱۹ اته ناروغان وژلي. د معلوماتو په اساس‌ د اکسيجنو يوه ډبي دغه چاودنه رامنځ ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3mx5b
Türkei Gaziantep | Coronavirus | Brand auf Intensivstation, Todesopfer
انځور: Kadir Gunes/DHA/AP Photo/picture alliance

د ترکیې د انادولو خبري اژانس په حواله دغه اورلګېدنه د خصوصي سانکو نومي پوهنتوني روغتون يوه څانګه کې په غازي عينتاب ښار کې رامنځ ته شوې ده. د روغتون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې قربانيانو د ۵۶ تر ۸۵ کلونو پورې عمرونه درلودل.

د خبرپاڼې په حواله اور ډېر ژر تر کنترول لاندې راوستل شو او دا چې د یادې پیښې له کبله ۱۴ تنه ناروغان چې د جدي مراقبت په څانګه کې بستر ول، نورو روغتونو ته انتقال شوي دي او د پېښې پلټنه جريان لري.

Türkei Gaziantep | Coronavirus | Brand auf Intensivstation, Todesopfer
انځور: Kadir Gunes/IHA/AP Photo/picture alliance

د ترکیې د دغه ښار د والي دفتر په حواله ۱۹ ناروغان په ياده څانګه کې بستر ول چې «د ډېر فشار اکسيجنو يو ډبی» د سهار په ۴.۴۵ بجو وچاودېد. د اتو مړو سربېره بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د ترکيې د جدي مراقبت د څانګو ظرفيت د رسمي‌ شمېرو له مخې د کرونا وبا له کبله اوسمهال ۷۴ سلنه بوخت شوی دی. خو طبي ټولنې وايي چې دغه شمېر لا لوړ دی او روغتونونه تر حده زيات ډک دي.