1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههالند

هالند؛ د چړې په حمله کې يو کس وژل شوی

۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

د هالند پولیس وايي د پنجشنبې په ماښام په روتردام ښار کې د چړې په حمله کې یو کس وژل شوی. عيني شاهدانو ويلي دي چې د حملې پر وخت شکمن بریدګر د «الله اکبر» غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4kssA
د هالند په نوتردام کې د ایراسموس پل
د هالند پولیس وايي چې د پنجشنبې ماښام د چړې حمله د نوتردام مشهور پله ایراسموس سره شوې دهانځور: Media TV/AP/picture alliance

عينی شاهدانو ويلي دي چې شکمن د بريد پر مهال «الله اکبر» غږ کړی دی، خو پولیسو په سملاسي توګه دغه خبره نه ده تائيد کړې او وايي چې تحقیقات ېې پيل کړي دي، تر څو د حملې انګیزه او دا چې تر شا ېې څه دي، پیدا کړي.

د پولیسو ویاند ویسیل ستوله وويل چې د چړې حمله د ایراسموس مشهور پله سره شوي ده. هغه زیاته کړې تر اوسه د دغې حملې انګيزه روښانه نه ده خو «موږ ېې پر احتمالي سناريوګانو تحقیق کوو.»

د پولیسو په خبره په دغه پېښه کې د شکمن حمله کوونکي په ګډون دوه کسان ټپيان شوي چې دواړه روغتون ته رسول شوي دي. پولیسو په دغه حمله کې د وژل شوي کس او د تورن حمله کوونکي هويت نه دی په ډاګه کړی.

ځايي رسنيو ويلي دي چې مشکوک کس لومړی د روتردام ښار د ایراسموس تر پله لاندې د موټرو په یو ګاراژ کې پر يو کس د چړې حمله کړې وه چې بیا ېې تر هغه وروسته په یوه کوڅه کې مرګونې حمله وکړه.

عيني شاهدانو ويلي دي چې تورن کس له ځانه سره دوې اوږدې چړې درلودې او څنګ ته ېې نژدې افرادو باندې ګوزارونه کول. د ایراسموس پله ته نژدې د سپورټ یو ښوونکي د هالند عامه تلویزیون ان او اس ته وويل چې هغه وشو کړای چې پر حمله کوونکي غالب شي: «ما یو سړی ولید چې يو ځوان سړی ېې په دوو اوږدو چړو واهه زه بریالی شوم چې هغوی سره لرې کړم.»

په وروستیو کې په آلمان کې هم د چړې څو حملې شوي چې پراخ غبرګونونه ېې له ځانه سره درلودلي دي.

(Reuters, AFP,AP)mks/nz