1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

آيا د هندوانو په مقدس کتاب کي د جهاد لارښوونه شوې؟

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د هند د کورنیو چارو پخواني وزیر شیو راج پټیل ویلي و، لکه څنګه چې په قران کریم او انجیل کې د جهاد یادونه شوې، د هندوانو په مقدس کتاب ګیتا کې هم شوې ده. خو د بی جي پي ګوند تر نیوکو وروسته له خپلو څرګندونو پښیمه شوی دی.

https://p.dw.com/p/4IY1h
Bildergalerie Shivaratri Festival
انځور: Reuters/N. Chitrakar

د هندوانو په مقدس کتاب «بهګوت ګیتا» کې هم د جهاد یادونې اړوند د هند د کورنیو چارو د پخواني وزیر او انډین نیشنل کانګرس ګوند مشر شیو راج پټیل له څرګندونو سره په هیواد کې د سیاسي بحثونو او لفظي شخړو لړۍ پيل شوې ده.

دغه ۸۷ کلن سیاستوال د جنجال زیاتیدو په پام کې نیولو سره د جمعې په ورځ د خپلو څرګندونو د اصلاح او وضاحت وړاندې کولو کوښښ وکړ، خو د موجوده سیاسي وضعیت او په هیواد کې روان مذهبي افراطیت له کبله شاید دغه معضله دومره په اسانۍ سره ختمه نه شي.

پټیل څه ویلي و؟

شیو راج پټیل دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کانګرس د یوه لوړپوړې مشرې او پخوانۍ وزیرې محسنه قدوائي د کتاب د خپریدو په مناسبت جوړو شوو مراسمو پر مهال کړې وې.

اړوند: په هند کې ملتپالنه څرنګه دغه هیواد ته تغیر ورکوي

په هغه ويډیو کې چې په رسنیو کې خپره شوې لیدل کیږي چې پټیل وایي: «داسې ویل کیږي چې د اسلام په دین کې د جهاد ډیر ذکر شوی دی. د جهاد خبره هغه وخت راځي کله چې یو شخص د زړه له اخلاصه د خپل مسئولیت په ادا کولو سره د بل چا د پوهولو کوښښ کوي، خو د کوښښونو سربیره هم هغه ناکامه کیږي، نو په داسې حال کې که تاسې له زور څخه کار اخیستلو ته ضرورت ولرئ، نو وکړئ. او دا خبره یوازې په قرآن نه ده راغلي، بلکې په مها بهارت کې په ګیتا کې شري کرشن جي هم ارجن ته همدا د جهاد خبره کوي.»

پټیل زیاته کړې وه: «دا خبره یوازې په قران کریم او ګیتا کې نشته، بلکې د عیسویانو په مذهبي کتاب کې هم موجوده ده او عیسی مسیح لیکلي دي چې زه دلته په امنیت سره نه یم راغلی، بلکې له تورې سره هم راغلی یم. یعنې د هر ډول کوښښ کولو نه وروسته که هم نه پوهیږي او مقابل لوری له وسلې سره ستا پر لور روان وي، نو تاسې تیښته نه شئ کولی. دې ته تاسې جهاد هم نه شئ ویلئ او دې ته غلطه خبره هم نه شئ ویلی.»

بی جي پي بریدګر

د پټیل پر دغو څرګندونو د واکمن هندو مذهبپالې ګوند پر ګانګرس لفظي برید وکړ. بی جي پي دې ته د سیاسي رنګ په ورکولو سره وویل چې د کانګرس مشرانو د «ووټ بینګ» سیاست یا د رایو ترلاسه کولو له پاره دغه څرګندونې کړي دي.

د بی جي پي ویاند شهزاد پونا والا، په ټویټر کې لیکلي دي: «له هندوانو سره کرکه تصادفي نه، بلکې د ووټ بینک استعمالول دي. د ګجرات د شورا له ټاکنو مخکې د رایو بانک د قطبي کولو له پاره په قصدي ډول داسې کیږي. تر دې دمخه راهول ګاندي هم د هندوتوا په هکله ډير څه ویلي دي.»

اړوند: د هند د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان په یو بل ډول «IT» کې تخصص لري

د بی جي پي مشر زیاته کړه چې راهول ګاندهي لشکر طیبه د هند له افراطي ګوندونو څخه لږ خطرناک بللی وو، په داسې حال کې چې د کانګرس ګوند یوه بل لوړپوړي مشر دګ وجی سنګ، پر ممبئې د ترهګریزو بریدونو پړه پر هندوانو اچولې وه.

د شیو راج پټیل وضاحت

د بی جي پي تر شدیدو اعتراضونو وروسته د هند د کورنیو چارو پخوانی وزیر له خپلې وینا څخه پښيمانه شو. نوموړي وویل چې د هغه وینا په سمه توګه نه ده وړاندې شوې.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: «د جهاد کولو پيغام تاسې ورکوئ. آیا شري کرشن ارجن ته ویلي وو چې جهاد وکړي؟ نه داسې نه دي ویل شوي؟ ما هم همدا خبره کوله».

اختر جاوید: ش.ن/ا. و. ا