1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند یوې محکمې هم په تعلیمي ادارو کې پر حجاب بندیز تائید کړ

۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د کرناټک ایالت عالي محکمې ویلي دي، دا چې حجاب د اسلام د دیني واجباتو له اصولو څخه نه دی، نو بندیز لګول پرې سم کار دی. مسلمانانو پر دې پریکړې مایوسې ښودلې او تصمیم یي نیولی دی چې دغه پریکړه به په ستره محکمه کې چيلينجوي.

https://p.dw.com/p/48VrJ
Indien Bangalore | Proteste | Verbot Hijab
انځور: Stringer/Anadolu Agency/picture alliance

د هندوستان په سویل کې د کرناټک ایالت عالي محکمې ته د اسلامي حجاب د منع په اړه د ډېرو محلصینو تر اعتراض وروسته، نن سه شنبه (۲۰۲۲م کال د مارچ ۱۵) محکمې دغه حکم پرځای بللی دی او د دغه ایالت په ښوونځیو او پوهنتونو کې يي د حجاب ممنوعیت تائید کړی دی.

دوې میاشتې مخکې د دغه ایالت په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د حجاب اغوستل منع اعلان شو او یو شمیر تعلیمي ادارو دغه حکم عملي کړ. 

د اسلامي حجاب ممنوعیت یا پرې بندیز د هند په ټولو ایالتونو کې مطرح نه دی، خو اوس احتمال لري چې د دغه ایالت د عالي محکمې دغه حکم پر نورو ایالتونو هم تاثیر واچوي. د حجاب اغوښتلو پر سر اخلافات د روان کال په جنورۍ میاشت کې وروسته له هغې پیل شول چې د کرناټک ایالت په اودوپي سیمه کې د مسلمانو زده کوونکو پر حجاب بندیز ولګول شو.

دغه حکم د محصلینو له شدیدو اعتراضونو سبب شو. اعتراض کوونکو محصلینو ټینګار وکړ چې له دې حکم سره د تحصیل او مذهبي آزادۍ په شمول له خپلو اساسي حقونو څخه محروم شوي دي.

د مسلمانانو اعتراضونه د هندو محصلینو د متقابلو اعتراضونو سبب شول چې د زیړ رنګه شالونو په اغوستلو سره يي اعتراض وکړ. زیړ رنګه شالونه (څادرونه) د هندو ملتپاله ډلو مذهبي نښان دی.

د دغه ایالت د عالي محکمې د حکم پر اساس، د حجاب او نورو جامو په شمول د مذهبي نښو اغوستل منع دي.

دغه ایالتي عالي محکمې ویلي دي چې حکومت صلاحیت لري، چې د نارينه او ښځینه محصلینو او زده کوونکو د یونیفورم په هکله تګلاره وټاکي او «دا د اساسي حقونو یو د توجیه وړ محدودیت دی.»

په دې وروستیو کلونو کې د لومړي وزیر نریندر مودي تر ادارې لاندې حکومت کې د مسلمانانو پر ضد څرګندونې او تاوتریخوالی زیات شوی دی. د مودي ملتپاله ګوند په کرناټک کې هم حکومت کوي.

اوس د دې حکم تر صادریدو وروسته د دې ایالت مسلمان اقلیت د هندو نیشنلیستۍ یا توکمپالنې او ټولنیز انزوا ویره لري او د حجاب ممنوعیت دې کار ته یو له زمېنې مساعدولو څخه بولي.

د بشري حقونو یو شمیر فعالانو هم اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي يي دي چې له دې ممنوعیت سره به اسلاموفیا زیاته شي.

عفرین فاطمه چې په نوې ډهلي کې یوه محصله او فعاله ده په خپل تویتر کې لیکلي دي: «هیڅوک د هغه څه په هکله اندېښنه چې موږ یي په راتلونکي کې د رامنځته کیدو ویره لرو زموږ په اندازه نه شي درک کولی.»

نوموړې په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د یوې محکمې په وسیله د حجاب د منع کیدو امر یوه لویه بې عدالتي ده او په شدید ډول د اندېښنې وړ یو اقدام دی. د دې حکم پایلې به ډیرې بدې او غیر انساني وي.»

د کرناټک ایالت سیمه ایز حکومت د دې حکم تر صادریدو مخکې د نوموړي ایالت په مرکز بنګلور ښار کې د لویو اجتماعاتو جوړول منع اعلان کړي او ویلي یي دي چې د دې اقدام هدف په دغه ایالت کې د نظم او امنیت ساتل دي.

پر حجاب اغوستلو بندیز په دې وروستیو کلونو کې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم وضع شوی دی، د بیلګې په توګه په ۲۰۰۴م کال کې د فرانسې په هیواد کې په ښوونځیو کې د حجاب اغوستل منع اعلان شول، خو د هندوستان بیا د ټول ۱،۴ میلیارده نفوس ۱۴ سلنه برخه یي مسلمانان دي. 

په دې هیواد کې په عام ډول د ښځو له پاره د څادر پرسرول معمول دی او په تاریخي لحاظ هم په عامه ځایونو کې د څادر پرسرول نه هم منع او نه هم پرې محدویت و. سربیره پر دې د مذهب او دین آزادي د هندوستان د سکولار اساسي قانون یو له مهمو ارکانو څخه دی.

Nz/Sn (AP)