1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

عمران خان: دا مه هېروئ چې اسامه د اتیایمې لسیزې اتل وو

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې هند له نازیانو څخه اغیزمن شوی فاشیست رژیم بللی دی. نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن د افغانستان د جهاد پر مهال د ۱۹۸۰ لسیزې هیرو يا اتل وو.

https://p.dw.com/p/3khV4
Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: picture-alliance/AA/Iranian Presidency

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د «دېر شپيګل» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانستان د سولې بهیر، له هند سره کشمکش، کرونا ویروس، د یمن شخړې او د امریکا د انتخاباتو ترڅنګ پر یو شمیر نورو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو سره بې تعلقي

د آلمان د «دېر شپیګل» ورځپاڼې له خبریالې سره د مرکې پر مهال عمران خان یو وار بیا په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې نیټې له ترهګریزو بریدونه سره د پاکستان د لا تعلقۍ یا ارتباط نه درلودلو خبره وکړه.

د هغه په وینا «د القاعدې ترهګره شبکه په افغانستان کې فعاله وه. د ۲۰۰۱م کال په سپټمبر کې له ترسره شوو بریدونو وروسته، مونږ باید خپل پوځ ته په دې وسله واله شخړه کې د ورګډیدو اجازه نه وای ورکړې. زه له هم هغه پیل څخه د دې مخالف وم، خو امریکا پر مونږ فشار واچاوه او د هغه وخت پوځي مشر جنرال پرویز مشرف د هغه فشار تر اغیزې لاندې راغی.»

اړونده موضوع:عمران خان اسامه بن لادن «شهيد» وباله

کله چې له عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه هیوادونه ول چې په افغانستان کې یي د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی وو، نو عمران خان یې په ځواب کې وویل: «مه هېروئ چې اسامه بن لادن په ۱۹۸۰ لسیزه کې یو اتل وو. هغه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو په مقابل کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ، او په دې برخه کې هغه د امریکا د سي آی ای او پاکستان  دواړو له ملاتړ څخه برخمن وو.»

عمران خان زیاته کړه پاکستان له دې امله وتوانید طالبان له امریکا سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون کولو ته تیار کړي، ځکه چې په پاکستان کې ۲،۸ ميليونه افغان مهاجر موجود دي، چې له امله یې چارواکي پر طالبانو فشار اچولی شي.

د پاکستان لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر وویل چې هیواد یې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته هیله من دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ

د کشمیر شخړه

د پاکستان د لومړي وزیر په خبره هغه د کشمیر په مسئله کې له امریکا څخه د هم هغسې عزت، احترام او مقام توقع لري، کوم چې هند یې لري. عمران خان وویل چې امریکا باید د دواړو هیوادونو سره د چلند په برخه کې تعادل په پام کې ونیسي.

عمران خان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د واشنګټن چارواکي فکر کوي چې هندوستان کولی شي چین کنترول کړي، خو دا یو غلط تصور دی.

خان د ډهلي پر حکومت په مستقیم ډول انتقاد کولو سره وویل: «هند د چین، بنګله دیش، سري لنکا او پاکستان په ګډون د خپلو ګاونډیو هیوادونو له پاره یو خطر دی. هلته یو افراطي او توکمپاله ګوند په قدرت کې دی. هغه یو فاشیست حکومت دی، چې د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ م لسیزو له نازيانو موتأثره دی.»

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ص