1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات ښار امنيت ساتلو په موخه زر امنيتي کامرې نصبيږي

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د هرات ښار امنيت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی، ولايتي چارواکو د ښار په ۲۹۷ ځايونو کې د زرو کامرو د نصبولو پريکړه کړې ده. خو آیا دغه کامرې به د ښار له امنيت سره مرسته وکړئ؟

https://p.dw.com/p/3kEg5
Afghanistan Überwachungskameras in der Provinz Herat
انځور: Herat Province of Afghanistan

دا چي په ورستیو کي په هرات ولایت کي غلاوي، سړي تښتوني، تروريستي پيښي او په ټولیز ډول د جناېې جرمونو ګراف لوړ شوې اوس د هرات ولایت مقام داسې امنیتي طرحه را پیل کړې چې له مخې یې د خلکو امنیت خوندي شي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي، د امنیتي طرحې یوه برخه په ښار کي د امنیتي کامرو نصب دی. نوموړې وايي: »دا طرحه د ښاروالۍ، ښارجوړوني، مخابراتو او ملي امنیت ریاستونو په همکارۍ پیل شوې چې له مخې به یې د ښار په ۲۹۸  ځایونو کي ۱۰۰۰ پاېې امنیتي کامري ځاې پر ځاې شي چې په دې کار سره به پوليسو په آسانۍ سره د مجرمينو سره مبارزه وکړای شي، هغوی به وپیژني  او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.«

خو دلته اصلي خبره داده چي دا طرحه به  ترکومه بریده عملي او ګټوره وي ځکه له يوه لوري د هرات په ولایت کي جناېې مجرمین دومره ماهره شوې چې د پولیسو د امنیتي پوستو ترڅنګ په رڼا ورځ په غلاوو لاس پوري کوي، مخالفین د ویرې پرته ترور پيښي ترسره کوي او پر لویو لارو طالبان د تلاښۍ ځنځرونه غوړوي. نو له بلې خوا ویره شته چي همدا کمرې غلانه شي ځکه پخوا په ښار کي په زرګونه لمریز سولرونه هم نصب شوي وو چې د شپي لخوا ښار پرې روښانه وو خو د لږ وخت په تیریدو سره یاد لمریز څراغونه غلا شول.

Afghanistan Überwachungskameras in der Provinz Herat
انځور: Herat Province of Afghanistan

د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد احمد منیر نیکزاد چې د حکومت دا طرحه سر له اوسه د ناکامۍ سره مل بولي وايي چې زموږ ټولنه دومره پرمخ تللې نه ده چي موږ وکړاې شوو امنیت په کمرو خوندي کړو ځکه همدا اوس هم هغه کسان چي غلاوې کوي، تورې چشمکې یې پر سترګو او په دستمال خپل مخ پټوي چې پولیس نه دې بریالي شوې هغوې ونیسې، او اصلي خبره داده چي یوه اندازه پیسي مصرف کیږې خو ګټه یې ډیره کمه معلومیږې.

بل خوا د هرات اوسیدونکی احمد شاه محمدي وايي چې په ښار کي ډیری وختونه ترافیکي څراغونه کار نه کوي او يا بریښنا نه وې موجوده، یا باران او بادونه دا څراغونه له مینځه وړي او یا هم چې خراب شي څوک ېې نه جوړوي. هغه په خبره دا ممکنه نه ده چې په امنیتي کمرو باندي د ښار امنیت وساتل شي. هغه زياتوي: »ښه خبره دا ده چي په ښار کي ګزمي زیاتي شي او ترڅنګ یې عدلي او قضاېې ارګانونه د مجرمینو سره جدي چلند وکړي تر څو نور هغوې خپله پښه ټوله کړي.«

Afghanistan Überwachungskameras in der Provinz Herat
انځور: Herat Province of Afghanistan

په داسې حال کي هوډ شته چې د هرات ښار امنیت یوه برخه د کمرو پر مټ کنټرول شې چې دا مهال د دې ولایت ۱۳ تنه اوسیدونکي د سړي تښتونکو په منګلو کي ګیر پاتې دي او ډیری داسې پيښي رامنځ ته کیږې چې په رڼا ورځ د ښار په منځ کي خلک ترور کیږې چې دې کار صرافان، سوداګر، صنعتګر، هټیوال، ولایتي شورا، د علماوو شورا او د عامو ښاریانو سختي اندیښني را پارولي او سيمه ایزې ادارې ته یې لس ورځي وخت ورکړی چې د ښار امنیت وساتي. هغوی گواښ کړی چې که امنيت ښه نه شي نو په هراتيان به په عمومي اعتصاب او لاریون لاس پوري کړي.

عتيق الله مطمن، هرات