د هرات د اور لیګدني په پیښه کي ۵۰۰ ټانکرونه سوځیدلي
۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبهد اوراخیستني پیښي ساعتونو دوام وکړ او د هغه د وژلو پخاطر ایران د هوا او مځکي له لاري کومک وکړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي د اور اخیستني د تلفاتو او تاوانونو په هکله ضد ونقیض ارقام موجود دي.
د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه ساتونکي رویترز خبري آزانس ته ویلي، تیره شنبه ورځ (د فبرورۍ ۱۳ مه) د ایران سره په سرحد کي لمړی د تیلو یوه ټانکر د نامعلومه دلیل پراساس اور واخیست او وروسته ورڅخه د ګازو او تیلو نورو ټانکرونو هم اور واخیستی. د اسلام قلعه د ګمرک یوه مامور ویلي، چي په دغه پیښه کي ۵۰۰ ټانکرونو اور اخیستی دی، ۱۷ تنه زخمیان سوي دي چي له دوی څخه دوه تنه یې سخت ټپیان سوي دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خوني او همدا راز د اسلام قلعه د ګمرک د مسوولینو په حواله په دغه پیښه کي د نفتو او ګازو د ۵۰۰ ټانکرونو په سوځیدو سره تجارانو ته تر ۵۰ میلیونه ډالره اضافه تاوان هم رسیدلی دی.
د هرات د ولایت مقام د اوراخیستني په لمړیو ساعتونو کي اعلان وکړ، چي د اور د وژلو امکانات او وسایل په اختیار کي نلري او په دې دلیل یې د ایران څخه د کومک غوښتنه وکړه.
دهرات والي، سید عبدالواحد قتالي چي پرون شپه تر اوراخیستني وروسته یې د اسلام قلعه د اوراخیستني د محل څخه لیدنه وکړه، وویل: «زموږ دولتي تأسیساتو او خصوصي سکټور ته بې حده ډیر تاوانونه رسیدلي دي. موږ وکولای سول ۱۵۰۰ وسایطه همسایه هیواد، ایران ته داخل، ۵۰۰ د سرحد سره محفوظ او ۴۰۰ هرات ته راولیږو.