1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي هوايي بريد پنځه ملکيان وژلي دي

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

په هلمند کي د پنجشنبه په ماښام د هوايي بريد په ترڅ کي پنځه ملکيان وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3ncT5
Afghanistan Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور: picture-alliance /AP Photo/A. Khaiq

د هلمند د ولايتي شورا د غړو په حواله د وژل سوو کسانو په ډله کي درې ښځي، يو کوچني او يو ځوان شامل دي.

ويل کيږي چي دغه بريد لښکرګاه ته نژدې د طلبانو تر کنترول لاندي سيمه باندي سوی دی. وسله والو مخالفينو بیا د دې بريد مسؤليت د امريکا متحده ايالاتو پر پوځي ځواکونو اچولي. د بريد علت تر اوسه پوري معلوم نه دی.

په هلمند کي له مياشتو راهيسي د طالب جنګياليو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتي رواني دي. وسله والو طالبانو د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کي په دغه جنګ ځپلي ولايت کي ستر عمليات پيل کړل چي له امله يې په لسونو زره کسان تيښتي ته مجبور سول.

دغه بريد په داسي حال کي رامنځته کيږي چي افغان حکومت او طالبانو پس له څو اونيو ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ، يو وار بيا په دوحه کي د سولې خبري اتري له سره پيل کړي.