1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

هلمند: د سړک د غاړې ماین ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي چې په لښکر ګاه ښار کې د ملکي کسانو پر يوه موټر باندې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3klF0
Afghanistan Anschlag in Lashkar Gah
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Mohammad

د هلمند د والي وياند عمر ځواک نن، دوشنبه (د نومبر دويمه نيټه) ويچه ويله ته وويل چې نن ۱۱ بجي د هلمند مرکز لښګرګاه ښار په دريمه حوزه کې د ملکي کسانو پر يوه عراده موټر د سړک غاړي په ماين چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. نوموړی وايي د پيښي ټول قربانيان ملکي وګړی دي.

د پيښي مسوليت تردا مهاله کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی.

بل لوري ته چارواکو په دغه ولايت کې له وسله والو سره د جګړو په اړه هم خبرونه ورکړي دي. چارواکي وايي چې په هلمند کې په ځوابي بريدونو کې د طالبانو د يوه مهم قومندان ملا باريداد په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي او دري نور ټپيان دي.

د۲۱۵ ميوند قول اردو څخه ويچه ويلي ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو د ناوي ولسوالۍ اړوند مومن خان سيمه کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د بريدونو پلان درلودی خو د افغان ځواکونو د غبرګونو سره مخ شوي دي او ياده مرګژوبله ورته اوښتي ده.

هلمند کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو څه موده مخکي بريدونو ته زور ورکړی وه خو د چارواکو په خبره چې د افغان ګډو ځواکونو د مقاومت سره مخ شوي دي.

احسان الله ولسمل، هلمند