1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: د هلمند په جګړه کې ملکيان وژل شوي

۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبه

يوناما په افغانستان کي د تاوتريخوالي د ژر دریدلو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ويلې دي چې په هلمند کي په نښتو کې د ملکي کسانو په ګډون ښځې او ماشومان مړه او ټپېيان شوې دي.

https://p.dw.com/p/3jxyw
Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

په هلمند کې په وروستیو نښتو کې په زرونو کسان بې ځايه شوي. يوناما د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې دي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د زرونو کسانو پر بې ځايه کیدلو سربيره په دغه جګړو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکې دفتر(اوچا) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هلمند ولايت په سويل کي کابو ۳۵ زره کسان د جګړې له کبله بې ځايه شوي. دغه سازمان ویلي دي چې د سختو نښتو له پيل څخه وروسته، کابو ۲۰۰ کسان وژل شوي او يا ټپېان شوي دي.

په هلمند کې د څو ورځو نښتو په جريان کې کابو ۵۰۰۰ کورنۍ لښکرګاه ښار ته کډه شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې په روغتونونو او کلینيکونو کې نور ځای نه شته.

Afghanistan Begräbnis nach Kampf zwischen Taliban und afghanischen Sicherheitskräften
يوناماما په هلمند کي په نښتو کې د ملکي کسانو په ګډون ښځې او ماشومان مړه او ټپېيان شوې دي. د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

د هلمند ولایت يو اوسیدونکی چې هغه هم د نښتو له کبله لښکرګاه ښار ته تللی دی وايې، چې امنيتي وضعيت ښه نه دي: «دوې اونۍ کيږې چې جګړه دوام لري. د ناوې ولسوالې چې له ښار سره څيرمه پرته ده، تیره شپه امنيتي ځواکونو او طالبانو ډير تلفات درلودل.» هغه زياته کړه،چې ملکي خلک هم په کې تلف شوی.

د لښکرګاه ښار د دغه اوسیدونکي په خبره ډير خلک د جګړې له کبله بې ځایه شوي دي: «کابو څلور زره کورنۍ ښارته راغلي او د مجبورۍ له کبله د ژوند شپې ورځې سبا کوي.»

د هلمند ولايت پر مرکز د طالبانو پراخ بريدونه

د آلمان خبري آژانس د سيمه ايزو مقاماتو په حواله ليکلي دي چې پلونه او سړکونه ویجاړ شوي او د ځينو سیمو بریښنا د نښتو له کبله قطع شوې ده. د افغانستان د دفاع  وزارت په هلمند کې د طالبانو د شمير په اړه څه نه دي ويلې.

Afghanistan Flüchtlinge
د لښکرګاه ښار د يوه اوسیدونکي په خبره ډير خلک د جګړې له کبله بې ځایه شوي ديانځور: DW/S. Tanha

ويل کيږې چې ځيني طالب جنګيالي د ميدان وردګ او کندهار ولايتونو څخه هم هلمند ته ورغلی دی. په هوايي بریدونو کي د افغانستان امنيتي ځواکونو ملاتړ امريکاي ځواکونه کوي.

په دوحه کې له  يوې مياشتې راهيسې د سولي خبرو اترو له پيل کيدلو سره بيا هم په افغانستان کې جګړې دوام لري. طالبانو تر اوسه اوربند نه دی منلی.

يوناما يووار بيا په افغانستان کې په سمدستي توګه د تاو تريخوالي د درولو او د سولي توافق له پاره د خبرو پر پيليدو ټينګار کړی دی.

دغي ادرې ويلي دي چې په جګړو کې بايد د ملکي کسانو ساتنه وشي او په افغانستان کي د دوې د حفاظت یوازنۍ لار د تاو تريخوالي درول دي.

دلته د هلمند د جګړې په اړه په لښکرګاه ښار کې د يوه قومي مشر خبرې هم اوريدلی سئ!

لښکرگاه ته دومره کډي ورغلي چي په ښار کي ځای نه پيدا کيږي