1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

له ترکیې ورغلی داکتر په هلمند کې وړیا عملیات کوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

یوه افغان ډاکتر له هغه وروسته په افغانستان کې د تالو او پری سوو شونډو عملیات په وړیا توګه پیل کړل چې تیر کال په اګست کې د افغانستان پخواني حکومت سقوط وکړ او طالبانو کابل ونیوه. هغه تر کابل او کندز وروسته هلمند ته ورغلی.

https://p.dw.com/p/4AB9B
Symbolbild | Operation
انځور له آرشیف څخهانځور: Imago Images/Panthermedia/Kzenon

په ماشومانو کي پرې سوې شونډې او د پوزي او تالو نښتل هغه ناروغۍ دي چي د کارپوهانو په وينا د دغو ماشومانو د مېندو د حمل پر مهال د خپلسري انټي بیوټیک درملو او يا هم له غير متوازن خوراک له کبله رامنځته کيدلای سي.

کله کله دغسي ناروغۍ بیا جنیټیکي يا موروثي لاملونه لري او له همدي کبله ماشوم داسي وزیږي، چي شونډي يي پرې او یا یې هم تالو نښتی وي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رئيس  ډاکټر سعید احمد سعید دویچه ویله المان ږغ راډیو ته وویل چي تر کابل او کندز وروسته يي هلمند کي دا وړیا جراحي عملیات د یوه افغان ډاکټر په مرسته  پیل کړي دي.

هغه وویل: « تراوسه موږ ۱۱۰ تنه داسي ماشومان چې شونډي او تالو یې پرې دي پیداکړي او هغوی په نوبت کې انتظار کوي ترڅو عملیات یې وسې. دا ناروغې انسان په فزیکې توگه په ټولنه کې کم کړي او په روحي توگه یې ماشومان ناروغ کړي وي.»

د هلمند ولایت لپاره د طالبانود عامی روغتیا ریس وایې چې ياد ډاکټر له ترکیې راغلی او  په ټول افغانستان کې اوسمهال په دریو ولایتونو کندز، کابل او هلمند کې خپل کار پیل کړی دی. په وينا يې ياد ډاکټر په تیرو څو کلونو کي د نړۍ په بيلو هیوادونو کې د شاوخوا ۴۰۰۰ زره ماشومانو پلاستیکې سرجري یا عملیات ترسره کړي او د دې ناروغۍ درملنه یې کړې ده.

له ترکيې راغلي افغان جراحي ډاکټر عبدالغفار غیور دویچه ویله سره د مرکې پرمهال وویل چې  هلمند کي د ارثي پرې شونډي، پزي  او تالو نښتو ناروغانو جراحي عملیات پخپله ترسره کوي.

غیور وويل چي دا عملیات یې په کندز کابل او اوس هلمند کې پیل کړي دي چې په دې ولایت کې به ترسلو د زیاتو ماشومانو وړیا درملنه وکړي.

ډاکټر غيور زياته کړه: « زموږ موخه داده چې خپلو خلکو ته خدمت وکړو. هرافغان چې په هره برخه کې وي وطن ته دې راسې او دلته دي خپل وس له دي بې وځلو خلکو نه سپموي. ما تراوسه په افغانستان کې د ۵۰۰ زیاتو ناروغانو درملنه کړي او زه هڅه کوم چې هلمند ته هرشپږمیاشتې وروسته راسم.»

د لښکرګاه ښار اوسیدونکی شیرمحمد  چې  د زوی تالو یې نښتی او ډاکټرانو ورته ویلي ۳۰۰۰ زره امریکاېې ډالره یې د زوی پردرملنې راځې.

نوموړی چې مخکې یې د خپل زوی د درملنې توان نه درلود خوشحاله دی چې اوس یې هلمند کې درملنه په وړیا توگه ترسره کیږي. هغه وايي: « زه ډیر خوشحاله یم چې نن مې د زوی شونډه سم عملیات سې او هغه به په ښه رنگ سې موږ دوه کاله انتظار وویست ترڅو یو سم ډاکټر پیداکړو. خو دلته پیسې ډیري مصرف کیدلې هیڅ مو نسوای کولای ځکه چې موږ دومره توان نه درلود.»

زيات افغانان وايي چي د ۲۰۲۱ میلادی کال داگست میاشتې له ۱۵ مې نیټې وروسته نړیوال ورسره د پخوا په شانې مرسته نه کوي. دا پداسی حال کې چې د  روغتیا نړیواله اداره وایي چي نړیوال له افغانستان او ځينو نورو هیوادونو سره د مرستو په ډگر کې توپيري چلند کوي.

صفت الله زاهدي