1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ننګرهار کې د افغان پوځ چورلکې غورځېدلي»

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي چې تېره شپه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان پوځ MI-17 چورلکه غورځېدلې، چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي. خو عيني شاهدان بيا د دوو الوتکو د سقوط خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3l7mo
Symbolbild Hubschrauber Mi-17 in Afghanistan Archivbild 2009
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د افغانستان د دفاع وزارت یوې اعلامیې کې د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په وژل شويو کې یو د چورلکې پېلوټ او بل پولیس دی. د وزارت په خبرپاڼه کې د دې چورلکې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزې یادې شوي.

بل خوا د ننګرهار چارواکيو هم ویلي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د دې ولایت حصارک ولسوالۍ کې یوه پوځي MI-17 چورلکه د الوتنې پر مهال غورځېدلې، چې د طیارې یوه عمله او یو پولیس پکې وژل شوي او دوه کسان ټپيان دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د دې چورلکې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزه یاده کړې.

که څه هم دفاع وزارت او د ننګرهار ولایتي ویاند حصارک ولسوالۍ کې د یوې چورلکې د غورځېدو او مرګ، ژوبلې خبره کړې خو د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په حصارک دوه پوځي الوتکې د پاڅېدو پر مهال خپلو کې تر جنګېدلو وروسته غورځېدلي، چې ګڼو سرتېرو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، دغو الوتکو حصارک ولسوالۍ ته چې له څو ورځو راهیسې د جګړې شاهده ده، تازه سرتیري انتقال کړي ول.

د حصارک ولسوالۍ د اوسېدونکو دا خبره د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ هم منلې وايي، تېره شپه یادې ولسوالۍ دوو چورلکو ټکر کړی، چې تر غورځېدو وروسته پکې لس کسان ټپيآن شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د افغان پوځ درېمه چورلکه ده، چې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کوي، تېر اکتوبر میاشت کې د هلمند ناوې ولسوالۍ کې هم دوه چورلکو تر ټکر وروسته سقوط کړی وو.

له بل پلوه، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ننګرهار له همدې، حصارک ولسوالۍ د مرګ ژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي.

د حصارک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه وله ته ویلي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې  د حصارک پر ولسوالۍ او شاوخوا پوستو ډله‌ ییز بریدونه کړي، چې تر ننه دغه ولسوالي د محاصرې په حال کې ده؛ خو تر اوسه ورته تازه دمي سرتیري نه دي استول شوي.

ولسي وګړي وايي، که دغې ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات ونه شي، نو حکومتي او ولسي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو تر څنګ به ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

خو د ننګرهار ولایت مرستیاله حبیبه کاکړ وايي، طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله‌ ییز بریدونه کړي وو، چې له ماتې سره مخ شوي دي.

نوموړې، چې نن یې د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د نیږدې شلو وسله والو او انسان تښتوونکیو د نیول کېدو په تړاو خبري کنفرانس ته خبرې کولې، د ننګرهار امینتي حالت یې تر پخوا ښه وباله او زیاته یې کړه، چې ولایتي اداره په ټول توان د وسله والو ډلو خلاف مبارزه کوي.

تېره ورځ طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه، چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې دوه حکومتي پوستې سقوط کړي او ګڼ ملي او محلي پولیس یې پکې وژلي دي.

حصارک د ننګرهار له ناامنه ولسوالیو ګڼل کېږي، چې وخت ناوخت ترې د جګړې او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

اميد ديدار، ننگرهار

زموږ له آرشيف څخه: