1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا هبت الله: یوه سیاسي حل ته ژمن یم

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

د طالبانو رهبر ملا هبت الله د لوی اختر په مناسبت یوه پیغام کي ټینګار کړی دی، چي د افغانستان د شخړي یوه سیاسي حل ته متعهد دی. خو هغه په خپل دغه پیغام کي د اختر په ورځو کي اوربند ته هیڅ اشاره نده کړې.

https://p.dw.com/p/3wdtq
Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

د ملا هبت الله د لوی اختر دغه پیغام چي په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر د خوا خپور سوی دی، راغلي دي چي هغه د افغانستان د اوسنیو مشکلات حل د سیاسي لاري غواړي.

د طالبانو د رهبر د دغه پیغام په یوه برخه کي راغلي دي، « موږ د سولي په خبرو کي د ښه پرمختګ پخاطر په قطر کي خپل سیاسي دفتر پرانیستی، یوه قوي ټيم ته مو وظیفه وسپارله او زه د خبرو له لاري د یوه سیاسي حل رامنځته کیدو ته متعهد یم.»

دا هم پداسي حال کي ده، چي پرون شنبه (د جون میاشتي ۱۷ مه) د ملي مصالحې د عالي شورأ د رییس، عبدالله عبدالله او ملابرادر په مشرۍ د افغانستان د حکومت او طالبانو د لوړ رتبه هیئتونو تر منځ په قطر کي رسمأ خبري بيا شروع سوې.

په پیغام کي همدارنګه ټینګار سوی دی، چي طالبان د سولي د راوستو په خاطر د هر مناسب امکان څخه استفاده کوي. د پیغام په یوه بله برخه کي راغلي دي:«راسئ په عوض د دې چي پر خارجیانو باندي تکیه وکړو، خپل مشکلات پخپله حل کړو او هیواد د اوسني خراب وضعیت څخه راوباسو.»

د بلي خوا که څه هم په افغانستان کي جنګونه شدید سوي دي او هره ورځ ډیر مالي او ځاني تاوانونه رسیږي، خو د طالبانو رهبر په خپل پیغام کي د لوی اختر په ورځو کي اوربند ته هیڅ اشاره نده کړې.

ملا هبت الله د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د هرکلي تر څنګ ویلي دي، چي د هیواد په ډیرو سیمو او ولسوالیو کي کامل امنیت رامنځته سوی دی.

Katar | Friedensgespräche in Doha
انځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

هغه همدارنګه ټینګار کړی دی، چي طالبان د منطقې او نړۍ د هیوادونو، د هغې جملې امریکا متحده ایالاتو سره د ښو روابطو د برقرارولو کوښښ کوي. هغه اطمینان ورکړ، چي جنګیالي به یې سفارتونو، خارجي ډیپلوماتیکو نمایندګیو، خیریه مؤسسو او سرمایه ګذارانو ته هیڅ مشکل جوړ نکړي.

د طالبانو د رهبر، ملا هبت الله پیغام د اختر په ورځو کي هر کال پداسي حال کي خپریږي، چي ځینو افغاني رسنیو د سږکال په سر کي په کویټه کي د هغه د وژل کیدو خبر ورکړی ؤ، خو د طالبانو ویاند، محمد نعیم دغه خبر رد کړی دی. طالبانو د خپل پخواني رهبر، ملا محمد عمر د مرګ خبر هم تقريبا څلور کاله پټ ساتلی ؤ.


آ./م.ق./ا.ا.