1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د معدې د درملو ډیر استعمال په شکري د اخته کیدو خطر لوړوي

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

امریکايي ساینسپوهانو همدا تازه اعلان کړی دی چي د معدې د ریفلاکس اسیدي درملو بې حده استعمال، کوم ته چي د پروتون پمپ د تنظیمونکي په سترګه کتل کیږي، د شکري په ۲ ډول باندي د اخته کیدو خطر لوړوي.

https://p.dw.com/p/3jiyV
Gesundes Verdauungssystem
انځور: Colourbox

د میدیکل اکسپرس د رپوټ په حواله د پروتون پمپ تنظیمونکې دواوي، له هغې جملې امپرازول، د جهان د هغو لسو تر ټولو ډیرو استعمالیدونکې دواوو څخه ده چي د معدې د زخم او هضمیت د علاج په خاطر کار ول کیږي.

خو د دغو دواوو ډیر استعمال ته د هډوکو د ماتیدو دخطر، په بدن کي د ویټامین بي او مګنیزیم د کمبود، د پښتورګو د مُزمنه خرابیدو، د معدې او کولمو د التهاب او معدې د سرطان سره ارتباط ورکول کیږي.

Symbolbild Magenschmerzen Bauchschmerzen
د معدې د اسیدي درملو ډیر استعمال په شکري د اخته کیدو خطر لوړويانځور: Colourbox/J. Sapic

د دغو ساینسپوهانو په خبره په هره اندازه چي دغه دواوي ډیري استعمال سي، په هغه اندازه یې په شکري د اخته کیدو خطر هم لوړیږي. داسي چي تر ۲ کاله پوري مصرف یې ۵ فیصده او تر هغه ډیر په شکري د اخته کیدو ۲۶ فیصده خطر سره ملګری دی. هغوی وايي،: «شواهد او ثبوتونه ښکاره کوي، چي د اسیدي دواوو مصرف په کولمو کي د باکټریاوو په انواعو او تعداد کي د تغیراتو سبب کیږي او په شکري (ډیابت) باندي د اخته کیدو خطر ډیروي.»

ساینسپوهان خبرداری ورکوي چي ډاکټران باید د دغو دواوو د تجویز مثبت او منفي اړخونه په دقت سره وسنجوي او هغو مریضان چي تر دوه کاله اضافه یې دغه دواوي مصرف کړي دي، د شکري په دوهم ډول د اخته کیدو خطر یې په نظر کي ونیسي.

د روغتيا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: