1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آلماني وزير: د واکسيناسيون پر بهير دې له سره کتنه وشي

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

د آسترازنکا واکسين د مجوز تر صادريدو وروسته، د آلمان د عامې روغتيا وزير د واکسيناسيون پر بهير د بيا کتنې خبر ورکړ. د بريتانيايي-سويډني شرکت واکسين سپارښتنه، تر ۶۴ کلنۍ پورې افرادو ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3od6k
Deutschland Coronavirus PK Jens Spahn
د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپانانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د واکسيناسيون دايمي کميسيون سپارښتنه کړې، چې کرونايي واکسين، آسترازنکا دې د ۱۸ تر ۶۴ کلنو افرادو له پاره تزريق شي. خو د آلمان د عامې روغتيا وزير دغې سپارښتنې ته په کتو ويلي دي چې د واکسيناسيون پر پروسه بيا کتنه کوي.

ینش شپان، د شنبې ورځې په ماښام (د جنوري ۳۰مه) وويل چې د واکسيناسيون بهیر په لومړيتوبونو کې به اساسي بدلون رامنځ ته نشي خو د آسترازنکا واکسين په تزریق کې به د عمر له مخې محدوديتونه منظور شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې د درملو ادارې، د جمعې په ورځ د ياد واکسين د استفادې مجوز، د مشخص سني محدوديتونو پرته صادر کړ.

په آلمان کې د کرونا واکسیناسیون په پروسه کې په لومړيتوب کې هغه افراد شامل دي چې عمرونه يې له ۸۵ پورته دي. د دغه هيواد د واکسيناسيون کميسيون وايي د آسترازنکا واکسين اغيز په هغو افرادو کې چې عمرونه يې له ۶۵ کاله څخه ډير دی، لا تر اوسه وړاندې شوی نه دی.

د آلمان د يو تلويزيون د رپوټ پر اساس، په پام کې ده چې په دغه هيواد کې د واکسيناسيون پروسې پر جزئياتو باندې، سبا دوشنبه د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د ایالتي لومړي وزيرانو په ګډه غونډه کې بحث وشي.

د آلمان د واکسيناسيون کميسيون مشر، توماس مرتنس وايي چې دوی د کرونا واکسين د تزريق په اړه د سني محدوديتونو سپارښتنه د هغو نتایجو له مخې کوي چې تر اوسه له شوو واکسينونو څخه په لاس راغلي دي.

مرتنس په عین وخت کې په ميندوارو ميرمنو کې د واکسين منفي آوازې هم بې اساسه وښودې. هغه وویل چې ميندواره ميرمنې په حاضر وخت کې نه واکسين کيږي، هغه هم په دې دليل چې د دغو افرادو په اړه لا تر اوسه کافي معلومات په اختیار کې نه شته.

په آلمان کې د کرونا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه واکسيناسيون، د ۲۰۲۰م کال دسامبر مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې پيل شو، خو دغه بهير د واکسين د کمښت له امله د ټاکلي پلان مطابق مخ ته نه ځي. له همدې امله د آلمان د عامې روغتيا وزارت له ګڼو نيوکو سره مخ دی.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: