1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي ۲۰۰۰ صحي تاسیسات له گواښ سره مخامخ دي»

۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چي په افغانستان کي شاوخوا ۲۰۰۰ صحي تاسیسات د تړل کیدو له گواښ سره مخامخ دي، دا ځکه چي د دغو مرکزونو له پاره لویدیځ تمویل کوونکي هیوادونه له طالبانو سره تعامل نه لري او خپلي مرستي یې درولي دي.

https://p.dw.com/p/400j1
Unterernährtes Kind in einem Krankenhaus in Kabul, Afghanistan
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Satkin

د ملگرو ملتونو صحي چارواکو ویلي دي چي د اگست مياشتي له وروستیو ورځو راهیسي، له افغانستان سره د مرستو د دریدو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ صحي مرکزونه د تړل کیدو له گواښ سره مخامخ دي. که دغه مرکزونه وتړل سي، په میلیونو تر گواښ لاندي افغانان به له روغتیايي خدماتو محروم سي.

د مدیترانې د ختیځي سیمي له پاره د روغتیا نړیوال سازمان د عاجلي برخي رئیس ریک برینن، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي په افغانستان کي به د ۲۳۰۰ صحي تاسیساتو شاوخوا ۹۰ سلنه د همدې اونۍ په پای کي وتړل سي.

هغه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چي ډېر لویدیځ مرستندویه هیوادونه داسي قواعد لري چي له طالبانو سره د دغو هیوادونو د معامله کولو د مخنیوي سبب کیږي.

برینن ویلي دي: «د دغو صحي تاسیساتو په ستره برخه کي به زموږ فعالیتونه له وقفې سره مخامخ سي. د ځینو اټکلونو پر اساس، د دغو تاسیساتو د فعالیتونو ۹۰ سلنه ښايي د دغي اونۍ تر پایه په ټپه ودریږي چي دا کار به د ناروغیو او مړیني د کچي د زیاتولي سبب سي.»

هغه زیاته کړې چي د روغتیا نړیوال سازمان هلي ځلي کوي چي دغه تشه، د امکاناتو په برابرولو، سمبالښت او د ۵۰۰ صحي تاسیساتو په تمویلولو ډکه کړي. دغه سازمان له قطر سره په اړیکه کي دی ترڅو د هوا له لاري طبي مواد افغانستان ته انتقال سي.

برینن ویلي: «موږ هیله مند یو چي د قطر د حکومت له خوا په طبي تدارکاتو ډکي دوې یا درې الوتکي به په راتلونکي اونۍ کي کابل ته پرواز وکړي.»

په نورو طبي تجهیزاتو کي به چي کابل ته انتقالیږي، د کرونا ناروغۍ د آزمویني کیټونه او د مزمنو ناروغیو د درملني دارو درمل شامل وي.

د روغتیا نړیوال سازمان او نور مرستندویه سازمانونه د کابل د هوايي ډگر د نه فعال کیدو له امله تر یو ځایه، افغانستان ته د لومړنیو مرستو د جعبو په شمول، د طبي امکاناتو د انتقال په برخه کي له ستونزو سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې توانیدلی چي صحي تجهیزات په شمال کي د مزارشریف هوایی ډگر له لاري افغانستان ته انتقال کړي. برینن ویلي چي دغه سازمان همدارنگه د طبي موادو د انتقال له پاره د پاکستان له لاري مځکنۍ لاره په نظر کي لري.

GP/NZ/AG