1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک افغانستان ته درې پروژې تصویب کړي دي

۱۴۰۱ خرداد ۱۴, شنبه

نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په افغانستان کې د میلیونو ډالرو په ارزښت د بیړنیو پروژو عملي کول تصویب کړي دي. دغه پروژې به بی له دې چې طالبان په کې نقش ولري، د روغتیا، زراعت او معیشت په برخو کې عملي شي.

https://p.dw.com/p/4CHj1
Zentrale Weltbank Washington D.C.
انځور: imago/Rainer Unkel

نړیوال بانک د جمعې په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیره هیئت او نړیوال بانک د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د درو بیړنیو پروژو عملي کول تصویب کړي دي.

دغه پروژې به افغانانو ته د روغتیا او خوړو په برخو کې بیړني خدمات وړاندې کړي. په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه پروژې به د طالبانو له کنترول او مداخلې پرته د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو او غیر دولتي مرستندویه بنسټونو له خوا تطبیق شي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې دغه درې پروژې په داسې ډول طرحه شوي دي چې له فعالیتونو څخه یي اکثراً افغانې ښځې او نجونې ګټه پورته کړای شي.

دری واړه پروژې د خپلو مالي لګښتونو د نظارت له پاره مشخص میکانیزمونه لري، څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې مصارف د مخکې له مخکې ټاکل شوو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره د استفادې وړ ګرځي.

د خوراکي مرستو بیړنۍ پروژه

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي دي چې د خوراکي مرستو پروژه به د افغانستان له بزګرانو سره مرسته وکړي، څو د غذایي موادو تولید زیات کړي او په دغه هیواد کې د خوراکي مصئونیت وضعیت د لا زیات خرابیدو مخه ونیول شي. د دې پروژې له پاره ۱۹۵ میلیونه ډ‌الره په پام کې نیول شوي دي چې په دوو پړاونو کې به ورکړل شي.

د غنمو پر تولید تمرکز کوونکي دې پروژې په ترڅ کې به، د فصل د کرلو پر مهال یعنې د روان ۲۰۲۲م کال په نومبر کې له ۳۰۰ زره کورنیو سره او د ۲۰۲۳م کال له مارچ څخه تر نومبره میاشتې پورې به د کرنې په فصل کې له ۳۰۰ زره نورو کورنیو سره مرسته وشي.

نړیوال بانک ویلي دي چې دغه پروژې به د ماشومانو، معلولینو، مزمنو ناروغيو لرونکو کسانو او هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې سرپرستي يې ښځې کوي. د دغو کسانو د غذایي ضرورتونو د پوره کولو له پاره به له دوی سره د اصلاح شوو تخمونو او په باغچو کې د ابتدایي اړینو وسایلو په ورکولو سره مرسته وشي.

سربیره پر دې دغو ښځو ته به د سیمې د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د بهتره کرهڼیزو میتودونو او خپلو زراعتي محصولاتو ته د بازار موندنې په برخو کې ۱۵۰ زرو ښځو ته روزنه ورکړل شي.

د ژوند د شرایطو بهترولو پروژې

نړیوال بانک زیاته کړې ده چې د معیشت پروژې به په ښاري او کلیوالي سیمو کې لنډ مهاله کاري فرصتونه رامنځته او دغو سیمو ته به اولیه خدمات ورسوي.

نړیوال بانک په اعلامیه کې زیاته کړې چې د دې پروژې موخه د افغانستان په ۶۴۵۰ کلیو او په ځانګړي توګه بامیان، هرات، ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، کندز او بلخ ولایتونو کې د یو میلیون کورنیو له پاره د ژوندانه د بهتره شرایطو او عایداتي فرصتونو برابرول دي.

سربیره پر دې په دغه سیمه کې نږدې ۳،۹ میلیونه انسانان به له اساسي خدماتو لکه د څښاک د پاکو اوبو، چاپیریال ساتنې او سړکونو له بیارغونې څخه ګټه پورته کړي.

د نړیوال بانک د اعلامیې په اساس ښځې، معلولین او داخلي بی ځایه شوي کسان به اختصاصي مرستې ترلاسه کړي. د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې به په ولایتونو کې له محلي انکشافي شوراګانو او خصوصي سکتور څخه استفاده وشي. دغه پروژه به د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په لګښت په دوو پړاونو کې تطبیق شي.

بیړنۍ روغتیایي مرستې

نړیوال بانک ویلي دي چې د بیړنیو روغتیایي مرستو پروژې هدف د روغتیایي خدماتو د کیفیت او استفادې کچې لوړول او په افغانستان کې ابتدایي روغتیاي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو دوامداره لاسرسی دی.

له دې پروژې څخه په استفادې به د تغذیې او د افغانستان په کچه په ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو کې د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې په برخو لومړني روغتیاي خدمات وړاندې شي.

سربیره پر دې دغه روغتیایي پروژه به دوه میلیونه ماشومانو ته د واکسین زمينه او ۱،۲ میلیونه امیدواره ښځو ته په روغتیاي مرکزونو کې د ماشوم زیږولو شرایط برابر کړی. د بیړنیو روغتیایي مرستو پروژه به ۳۳۳ میلیونه ډالره لګښت ولري چې په دوو پړاونو کې به ترسره شي.

نړیوال پانک د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړې د ممانعت په پام کې نیولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د منع کیدو په دلیل یي له دغه هیواد سره د شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور پروژې بندې کړي دي یا په اصطلاح کارونه یې درولي دي.

اوس دغه بانک د روغتیا، زراعت او معیشت په برخه کې دری پروژې تصویب کړي دي، خو ویل کیږي چې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یي روزنیزې پروژې درولي دي.

شکيلا ابراهیم خیل: ش.ن/ خ.ح