1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

یوازې واکسین شوي مسلمانان به د حج اجازه ولري؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

سعودي عربستان ویلی دي چې سږ کال به یوازې هغو مسلمانانو ته د حج کولو اجازه ورکول کیږي چې د کرونا واکسین يې لگولی وي. د سعودي د روغتیا وزارت په حواله د حج ارادې درلودونکو ته سږ کال دا یو شرط دی.

https://p.dw.com/p/3qCQr
Saudi-Arabien Mekka | Erste Pilger nach Coronasperrung
انځور: Saudi Ministry of Hajj and Umra/AFP/Getty Images

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وبا خپریدو شدید اغیزې پريښې دي. دې وبا د سیاحت سکتور ترڅنګ نږدې د ژوندانه ټولې برخې فلج کړي دي. د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې دغه وبایې ناروغي په چین کې را ښکاره شوه او په کراره کراره ټولې نړۍ ته ورسیده.

په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره ترسره کیدونکو اقداماتو نه یوازې اقتصادي کړکیچ رامنځته کړ، بلکې د هر مذهب او مسلک پورې اړونده انسانان یي د خپلو دیني مناسکو او فرایضو ادا کولو څخه هم تر ډیرې کچې محروم کړل.

په همدې ډول مکه او مدينه چې د مسلمانانو له پاره مقدس ځایونه دي هلته تیرکال پر حج او عمرې هم په جزوي توګه بندیزونه لګول شوي وو. خو په کراره کراه تر شدید نظارت او مقرراتو لاندې دغه مقدس ځايونه پرانیستل شول.

په ۲۰۲۰م کال کې په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل له پاره بهرنیو مسلمانانو ته د کرونا وبا له امله د حج کولو اجازه ور نه کړل شوه.

اوس چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوی دی او ډېرو هیوادونو لا دغه بهیر ګړندی کړی هم دی، د ۲۰۲۱م کال په پیل کې د سفر او سیاحت په برخه کې کوم خاص نرمښت نه لیدل کیږي.

مختلف هیوادونه د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره په کرونایي محدودیتونو کې نرمښت راولي. طبي کارپوهان په وار وار سره خبرداری ورکوي چې د کرونا واکسیناسیون پر کمپاین سربیره هم په روان کال کې د کرونا ویروس په بشپړ ډول له منځه تللی نه شي.

د دغو حقایقو په پام کې نیولو سره د سعودي عربستان د روغتیا وزارت له خوا ویل شوي دي، «د حاجیانو له پاره د کرونا واکسین اړین دی او دا به سږ کال د حج اجازې ترلاسه کولو له پاره تر ټولو مهم وي.»

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰ هیوادونو پر اتباعو سعودي ته پر ورتګ بندیز لګولی وو. په دغو هیوادونو کې مصر، هند، پاکستان، متحده عربي امارات، لبنان او د ترکیې ترڅنګ یو شمیر اروپایي هیوادونه لکه بریتانیا، آلمان، ایرلنډ، ایټالیا، پرتګال، سویډن او سویزرلنډ شامل وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز