1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

چارواکي: کابل کې د طالبانو پر موټر لاسي بمونه غورځول شوي

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

حکومتي چارواکو ویلي چې نن د چهارشنبې ورځې په سهار په پلازمینه کابل کې د طالبانو پر یوه موتر د لاسي بمونو برید شوی چې په پایله کې یې دوه طالب جنګیالي او څلور د ښوونځي ماشومان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/41thr
Afghanistan Autobombe in der Ghor Provinz
انځور: AP Photo/picture-alliance

نن د چهارشنبې ورځې په سهار کابل د یوې چاودنې شاهد وو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د فرانسې خبري آژانس ته د پیښې پخلی کړی دی. خوستي وویل: «نن سهار په دهمزنګ سیمه کې یو لاسي بم د مجاهدینو پر موټر غورځول شوی چې په پایله کې یې دوه تنه مجاهدین ټپیان شوي دي.» طالبان خپلو جنګیالیو ته د مجاهد کلمه کاروي.

د طالبانو یوه بل چارواکي ویلي چې ابتدايي معلومات دا ښيي چې په دې پیښه کې د ښوونځي څلور تنه کوچني زده کوونکي ټپیان شوي هم دي. د پیښې یوه عیني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه چاودنه د سهار شاوخوا ۸ بجې د پلازمینې کابل دهمزنګ سیمه کې هغه مهال شوې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وي.

امین اماني چې د پیښې په سیمه کې موجود وو، وايي: «زه کار ته پر لار وم، ۷ او ۵۵ دقیقې وې چې پر سړک باندې یوه زوروره چاودنه وشوه. ما وکولی شول چې د پیښې له ځایه وتښتم.» دغه ۳۵ کلن ژباړونکي وویل: «ما د موټر په هینداره کې ډیر دود ولید او خلک مې ولیدل چې هر خوا ته یې منډې وهلې.»

اې. اف. پي /خ.ح / ب. ص