1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الجزاير: د ځنګلونو اورونو له امله ۴۰ تنه مړه سوي

۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د مدیترانې سمندرګي په شاوخوا کې ډیری هیوادونه د سختي گرمۍ له امله لا هم د ځنگلونو له اورلگیدنو سره په مقابله کي دي. اوس په ځانگړي ډول الجزایر او د یونان د ايوبويا او پیلیپونیس په ټاپوگانو کي هم اورونه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3yqBD
Waldbrände in Algerien
انځور: Abdelaziz Boumzar/REUTERS

د الجزایر صدراعظم ایمن بن عبدالرحمن د سه شنبه په ماښام په دولتي تلویزیون کي وویل چي ددغو اورلگیدونو په نتیجه کي د وژل سوو کسانو شمیر ۴۲ ته رسیدلی چي ۲۵ تنه نظامیان هم پکښي شامل دي. خو سرتیري پر دې توانیدلي چي څه د پاسه ۱۰۰ تنه انسانان د تیزي اوزو او بیجایا په سیمو کي له سختو اورنو څخه وژغوري. بیجایا د پلازمینه الجیر په ختیځ کي یوه ځنگلي او غرنۍ سیمه ده.

د الجزایر دولتي خبري آژانس ویلي چي په مجموعي ډول په ۱۷ سیمو کي څه د پاسه ۱۰۰ اورلگیدني رامنځته سوي دي. یوازي په تیزي اوزو کي ۲۲ اورلگیدني رامنځته سوي وې. سیمه اییزو رسنیو خبر ورکړی چي په دغه ځای کي ډیری کورونه بشپړ سوځیدلي دي. هوټلونه مجبوره سوي چي هغو کسانو ته ځای ورکړي چي خپل کورونه یی له لاسه ورکړي. له پلامیني څخه باید په خیمو ، بسترونو ، دارودرملو او خوراکي موادو ډکو لارۍ تیزي دوزو ته واستول سي.

په الجزایر کي د مدیترانې د نورو هیوادونو په څیر د هوا درجه له ۴۰ څخه اوښتې ده. په دغه هیواد کي  د اوبو زیرمي مخ په کمیدو دي.

Waldbrände in Algerien
په الجزایر کی خلک د اور له لمبو سره مبارزه کويانځور: Abdelaziz Boumzar/REUTERS

خو چارواکي بیا ډیری اورلگیدني قصدي بولي. صدراعظم بن عبدالرحمن ویلي چي ددغو اورونو یوه برخه قصدي ده. داخله وزیر کامل بیلجود دا خبره له امکانه لیري بولي چي ۵۰ اورلگیدني دي په عین وخت کي رامنځته سي. دولتي رسنۍ د ډیرو شکمنو کسانو له نیولو څخه خبر ورکوي.

د یونان د پیلیپونیس او يوبويا  په جزیره کي لا هم ددغو اورلگیدنو په وړاندي مبارزه ادامه لري. د شپې له خوا په ډېرو سيمو کې لګېدلي اورونه بيرته پراخيږي ځکه چي په تیاره کي باید د ژغورني عمله د امنیتي دلایلو له امله  خپل کارونه په ټپه ودروي. چارواکو له زرو کسانو څخه غوښتي چي د امن ځایونو ته ولاړ سي. د یونان صدراعظم له یوه «بې ساري ناورین» څخه خبره کړې.

GP/BS/DW.Online