1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان اوس د مهاجرو د بیرته ستنیدو ځای نه دی»

۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

د جرمني زرغون ګوند په افغانستان کي نارامیو او د طالبانو پرمختګونو ته په کتو سره دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د اخراج د توقف پر غوښتنه باندي ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ykKG
Abschiebung von afghanischen Flüchtlingen aus Iran nach Afghanistan
انځور: DW/S. Tanha

د زرغون ګوند د خارجي مسایلو سیاستمدار، امید نوري پور الماني خبري آژانس،dpa ته په برلین کي ویلي دي: «د افغانستان د لومړني ولایت مرکز نیولو ښکاره کړه، چي دغه هیواد نور ډاډمن نه دی او له دې کبله د اخراجیدو هدف نه سي ګرزیدلای.» هغه زياته کړه چې دې خبري ته د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو مشر، آرمین لاشیت هم باید بلاخره پام راواړوي.

Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په تیرو څو ورځو کي طالبانو کندز او نورڅلور ولایتونه د حکومت څخه ونیول. نوري پور همدارنګه وویل: «د جرمني د حکومت دا  ادعا، چي طالبان د سولي د خبرو اراده لري، ډیره بې معنی ده.» هغه اضافه کوي، « دا فقط په وخت او زمان پوري مربوطه ده، چي القاعده شبکه او ملګري یې بیرته د افغانستان څخه عملیات شروع کړي. د جرمني حکومت اوس باید ډیر ژر په کابل کي د افغانستان د حکومت سره خبري شروع کړي، چي څنګه غرب په افغانستان کي د کلونو لاسته راوړونو د له منځه وړلو په مقابل کي یو څه کولای سي.»