1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان اعلان کړی، له دې وروسته ترکيې څخه راغلي مهاجر نه مني.

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

يونان اعلان کړی دی چې له دې وروسته د افغانستان، سوماليا، پاکستان، سوريې او بنګله ديش مهاجر که د ترکيې له لارې يونان ته ورشي، نو هلته د پناه غوښتنه نه شي کولای. يونان ترکيه د امن هيواد په توګه درجه بندي کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ubUt
Griechenland | Flüchtlingsboot
انځور: Aris Messinis/AFP

يونان اعلان کړی دی چې له دې وروسته د افغانستان، سوماليا، پاکستان، سوريې او بنګله ديش مهاجر که د ترکيې له لارې يونان ته ورشي، نو هلته د پناه غوښتنه نه شي کولای. يونان ترکيه د امن هيواد په توګه درجه بندي کړی دی.

د يونان د مهاجرينو چارو وزير، نوتيس ميتاراکيس د دوشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په ترڅ کي ويلي دي چې د پنځو هيوادونو،افغانستان، پاکستان، بنګله ديش، سوماليا او سوريې مهاجر چې په ترکيه کي وي او يونان ته ورشي، تر دې وروسته به يې د پناه غوښتنه نه منل کيږې.

هغه زياته کړې: «دا د انساني قاچاق او جنايتکارانه فعالعيتونو پر ضد يو مهم اقدام دی.» د ميتاراکس په خبره د دغه اقدام دليل د اروپايې اتحاديې له خوا ترکيه د دريم امن هيواد په توګه درجه بندي کول دي.

ميتاراکس زياته کړې ده چې برسیره پردې، دغه نوی اقدام د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د ۲۰۱۶م کال د توافقنامي د تقويه کولو سبب هم کيږې.

په دغه تړون کي ټينګار شوی دی چې ترکيه به د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته د ناقانونه مهاجرت مخه نيسې او هغه مهاجر چې د آژه درياب له لارې يونان ته داخليږې، بيرته ترکيې ته ليږدول کيږي.

په مفابل کې اروپايې اتحاديه د هر سوريايې پناه غوښتونکي په بدل کې چې دوباره ترکيې ته استول کيږي، يو سوريايې پناه غوښتونکې له ترکيې څخه د اروپايې اتحاديې په يوه غړي هيواد کي منل کيږې او دغه راز ترکيه به د پناه غوښتونکو د پالنې په برخه کي له اروپايي اتحاديې څخه مالي مرستې تر لاسه کړي.

د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې په دې پريکړې سره به يادو پناه غوښتونکو ته روښانه شي چې يونان ته په رسيدلو سره په اروپايي اتحاديه کي د اوسیدلو او اقامت چانس نه لري.

د يونان د آژه سمندرګي په ختيځو ټاپو ګانو کې د مهاجرو په کمپ کي د پناه غوښتونکو شمېر ورځ تر بلي کميږې. د يونان د وګړو د حفاظت وزارت په خپلو وروستيو شمېرو کي ويلې دي چې د ليسبوس، خيوس، کاس، ليروس او ساموس ټاپو ګانو په کمپونو کې د پناه غوښتونکو شمير تر ۹ زرو لږ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تيرکال په دغه ټاپو ګانو کي د پناه غوښتونکو شمير ۴۰ زره کسانو ته رسېد.