1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلوبل ميډيا فورم غونډه پېل شوه

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

وباګانې، اقليمي بدلون، مخ پر کمېدونکي وسايل او جګړې له هغو لويو ستونزو څخه دي چې انسانيت ورسره مخامخ خو سره ويشل شوی هم دی. دويچه وېله غواړي د ګلوبل ميډيا فورم د سپاړلسمې کلنۍ غونډ په انعقاد سره پلونه رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/4Sl49
گلوبل ميډيا فوروم په شپاړسم ځلې منعقد کيږي
گلوبل ميډيا فوروم په شپاړسم ځلې منعقد کيږيانځور: Ronka Oberhammer/DW

نن د آلمان په بون ښار کې د دويچه وېله په کوربه توب شپاړسم ګلوبل ميډيا فورم د «د بېلتونونو لېرې کول» تر عنوان لاندې پېل شو. د دغه رسنيز کنفرانس هدف ډېر هسک دی. دا په داسي حال کې چې زموږ نړۍ او احساس يې مخ په زیاتېدونکې توګه سره د بېلېدو او واټنونو د رامنځته کېدنې په وضعيت کې قرار لري. په زیاته بیا په خواله رسنيو کې تر پخوا مباحثې د لا زیاتو شوو اختلافاتو په چوکاټ کې لا په سخته توګه کيږي. درزونه نه يوازې د ټولنو په داخل کې بلکه په نړيواله توګه غځېدلي دي. استعمالېدونکي اصطلاحات هم تصادمي شوي چې «د کلتورونو جګړه» څخه نيولې آن تر «د نظامونو جګړه» پورې رسيږي. د جګړې اړخونه هڅه کوي چې د تبليغاتو او غلطو معلوماتو په خپرولو سره د جګړې وضعيت په خپله ګټه تمام کړي.

د دويچه وېله عمومي رئيس، پېتر ليمبورګ وايي په داسي يو حالت کې رسنيو او چلوونکو ته يې ځانګړی مسؤليت ور په غاړه کيږي. هغه وايي: «غلط معلومات، توطيه يي نظريې او پوپوليزم د دغې ساحې له پاره لويې ننګونې دي. ښايي اوس تر بل هر وخت ښځينه او نارينه ژورنالستانو ته دا مهمه وي، چې خپل عمل يو ځل بيا په انتقادي توګه منعکس کړي.» د ليمبورګ په وينا په نړيواله توګه د همدغه انعکاس رامنځته کول د ګلوبل ميډيا فورم دنده ده. په وينا يې، «ځکه چې دلته تجارب او ليدلوري سره شريک کېدلای شي او څوک يو له بل څخه زدکړه کولای شي. خو دلته (په فورم کې) څوک دا ويني چې د خپلو پوښتنو او ستونزو سره يوازې نه دی، بلکه نور خلک هم دغه پوښتنې او ستونزي لري.»

پېتر ليمبورګ ګلوبل ميډيا فوروم ته د نظرونو د تبادلې او انعکاس ځای ګڼي
پېتر ليمبورګ ګلوبل ميډيا فوروم ته د نظرونو د تبادلې او انعکاس ځای ګڼيانځور: R.Oberhammer/DW

له «احساساتو» ډکه پرانستینه

په ټوليزه توګه په دغه نړيوال رسنيز کنفرانس کې له ۱۲۰ هيوادونو څخه تر ۲۰۰۰ زيات کسان برخه وال دې او خپل نظرونه به سره تبادله کړي. دغه نړيوال فورم اوس په نړيواله توګه ځان ته ځای موندلی دی. د آلمان ږغ دويچه وېله په شاړسم ځل دغه کنفرانس دايروي.

په دويچه وېله کې د دغه نړيوال کنفرانس مسؤله، وېريکا سپاسوفسکا وايي چې د جون په ۱۹ مه نېټه چې کله د دغه کنفرانس پرانيستنه د «ولني» موسيقۍ ډلې له خوا وشوه، نو دغه «له احساساتو» ډکه يوه لحظه وه. سپاسوفسکا وايي: «دا هغه د موسيقۍ ډله ده چې په بيلاروس کې په ناڅاپه توګه د يوې چټکې راغونډېدونکې ډلې په شکل راڅرګنديږي.» هغه زیاتوي:«هغوی دا کار د بيلاروس د استبدادي حکومت پر ضد د احتجاج په توګه  کوي. د موسيقۍ د دغې ډلې غړي اوسمهال په پولنډ کې ژوند کوي ځکه چې په خپل هيواد کې تر تعقيب لاندي دي، ځکه چې هغوی اندېښنه لري چې د هغوی د کورنۍ غړي به هم ناخوالو کې راښکېل کړل شي.»

د «ولني» ډله د ماسکونو سره په هنري ننداره د ګلوبل ميډيا فوروم پرانستنه کوي
د «ولني» ډله د ماسکونو سره په هنري ننداره د ګلوبل ميډيا فوروم پرانستنه کويانځور: Michael Staab/Beethovenfest

په سږني ګلوبل ميډيا فورم کې د جګړې د راپور ورکوونکو نورو ژورنالستانو تر څنګ عکاس رون هفيف هم ګډونوال دی. د نورو سياستوالو تر څنګ به د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک هم د ويډيو له لارې خپله وينا وکړي. له اېل سالوادور هيواد څخه تحقيقاتي ژورنالست اوسکار مارتينېڅ هم ګډونوال دی چې د «بيان د آزادۍ جايزه» به ترلاسه کړي. په لومړۍ ناسته کې به د ليبېريا سره تړاو لرونکې د مېرمنو د حقونو فعاله او د نوبل جايزې لرونکې، لايمه ګبووې هم ګډون ولري.

د بې ژبېتوب غالب کېدل

په ټوليزه توګه ۱۴۰ نامتو ويناوالو هوکړه کړې چې په دغه کانفرانس کې به ويناوي وکړي چې پکښي د نوبل جايزې يو بل لرونکی، ديميتري موراتوف هم شامل دی. د روسيې سره تړاو لرونکي دغه ژورنالست ته په ۲۰۲۱ کال ياده جايزه ورکړل شوه. د ګلوبل ميډيا فوروم تنظيمونکې وېريکا سپاسوفسکا وايي: «زه وايم دا به ډېر پراسراره موقع وي، ځکه چې هغه د استبدادي رژيم يو لوی منتقد دی.» هغه زیاتوي: «زه په مجموع کې ورته سترګې په لاره يم چې هغه به په روسيه کې د ټولنې او رسنيو په هکله څه معلومات وړاندې کړي.»

په دغه کنفرانس کې د موراتوف پر راڅرګندېدنه د اوکرايني اړخ له خوا په انفرادي توګه په ټولنيزو رسنيو کې انتقادونه هم رابرسېره شول. د سپاسوفسکا په آند دا د دې څرګندويي کوي چې وضعه څومره ترينګلې ده. د ګلوبل ميډيا فورم دغه رئيسه يادوي: «تېر کال لا زموږ په يوه ناسته کې روسي او اوکرايني ژورنالستان برخه وال او سره ناست ول.»

د سولي نوبل جايزه ګټونکی ديميتري موراتوف هم د کانفرانس ګډونوال دی
د سولي نوبل جايزه ګټونکی ديميتري موراتوف هم د کانفرانس ګډونوال دیانځور: Eduardo Munoz Alvarez/dpa/FR171643 AP/picture alliance

پېتر ليمبورګ په خواشينۍ سره وايي چې د روسيې له خوا پر اوکراين د تعرضي جګړې د پېل راهيسي «موږ وينو چې اوکراينيان له روسانو سره او روسان له اوکراينيانو سره خبري کول نه غواړي.» د هغه په وينا د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته چېرې چې تعرضات شته، داسي «بې ژبيتوب حاکم دی.» د هغه په وينا هغه د ګلوبل ميډيا فورم دا ځانګړی رول ويني. هغه وايي: «ګلوبل ميډيا فورم هغه ځای دی چېري چې په تيرو وختونو کې په برياليتوب سره واټنونه ختم کړل شوي او يو له بل سره خبرې شوي دي. زه د سږني کنفرانس څخه هم دغه هيله لرم. ديالوګ د سولې لپاره د چانس اساس دی.»

عملي ورکشاپونه او نوي مفکورې

ګلوبل ميډيا فورم د عملي ورکشاپونو ځای هم دی. دلته څوک زده کولای شي چې څنګه په انټرنټ کې د خپاره شوو انځورونو او ويډيوګانو تصديق یا تائید کېدلای شي. يو بل ورکشاپ د پوډکاسټ له پاره د ږغ د کېفيت په هکله دی، او يو بل ورکشاپ په دې هکله دی چې ژورنالستان څنګه خپله رواني روغتيا ساتلای شي کله چې د تحقيق پر وخت د ويروونکو موادو سره مخامخ کيږي. د چېټ جي پي ټي موضوع هم مطرح کيږي او طبعا د مصنوعي ځيرکتيا سره چلن د دغه کنفرانس له موضوعاتو څخه يوه ده.

د دغه کنفرانس په چوکاټ کې د تشبث د پېلولو په اړه د مفکورو سيالي هم په زړه پورې ده. په ټوليزه توګه له ټولو سترو وچو څخه په دغه سيالۍ کې تر ۹۰ څخه زياتې مفکورې ګډونوالې دي چې د رسنيو اړونده کارونو سره تړلې دي. له يادو مفکورو څخه د سيالۍ د وروستي پړاو لپاره درې ګډونوال بن ته رابلل شوي دي چې خپلې مفکورې پخپله معرفي کړي. پکښې د شارپشارک سازمان څخه، ساشا اييونوفا يوه ده چې د فکري حقونو د خونديتوب پر موضوع کار کوي. له تانزانيا څخه ګابريل کارسان دويم ګډونوال دی چې د سېما په نوم انټرنټپاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه د مثال په توګه نظرپوښتنې ترسره کولای شي او له زامبيا څخه، نومرال ډاکا دريم ګډونوال دی چې د کميونيټي سمارټ مېډيا په نوم د هغه پروژه د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د غلطو معلوماتو ضد کار کوي. دا چې څوک به د جايزې ګټونکی شي، د جون په ۱۹مه به يې اعلان وشي.

ماتياس فون هاين/ ا.ا./س.ر.