1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: طالبان به ډېر زر جينکۍ متوسطه ښوونځيو ته پرېږدي

۱۴۰۰ مهر ۲۴, شنبه

د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي ويلي چې طالبان به «ډېر زر» اعلان کړي چې ټولې جينکۍ بېرته متوسطه ښوونځيو ته مخه کولی شي.

https://p.dw.com/p/41lEV
Afghanistan Mädchenschule Soria High School in Kabul
انځور: Thomas Koehler/photothek/imago images

د يونسېف د اجرائيوي مدير مرستيال، عمر عبدي، تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی وو. هغه اوس د ملګرو ملتونو په مقر کې خبريالانو ته وويل چې په افغاستان کې له ۳۴ ولايتونو څخه په پنځو ولايتونو کې جينکيو ته متوسطه ښوونځيو ته د تللو اجازه موجوده ده. هغه د بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او اروزګان ولايتونه دي.

عبدي وويل چې د طالبانو د معارف وزير ورته ويلي دي چې په داسې يوه »چوکاټ« باندې کار کوي څو جينکو ته تر شپږم ټولګي وروسته د زدکړو اجازه ورکړل شي چې کېدای شي دغه کار په راتلونکې يوه يا دوو مياشتو کې عملي شي. عبدي وويل چې په ۲۷مه پر له پسې ورځ جينکۍ له زدکړو څخه محرومې دي چې له کبله يې »موږ ټينګار کوو چې هغوی بايد نور انتظار ونه باسي. هره ورځ چې انتظار باسو، د هغو جينکيو له پاره يوه بايللې ورځ ده چې له مکتب څخه دباندې دي.«

Mädchenschule in Herat Afghanistan
جينکۍ دا مهال په اکثرو ولايتونو کې له متوسطه ښوونځيو څخه محرومې ديانځور: DW/H. Hashemi

د طالبانو په تېره واکنمۍ کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې دوی جينکيو او ښځو ته د زکړو اجازه ورنه کړه او له کار او عادي ژوند څخه يې هم محرومې کړې. عبدي ټينګار وکړ چې په هره غونډه کې دی پر طالبان فشار راولي څو جينکۍ په افغانستان کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي چې دا کار »د هغوی او د ټول هېواد له پاره ډېر اهميت لري.«

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يوازې يو ميليون ماشومان ښوونځيو ته تلل چې دغه شمېر په تېرو شلو کلونو کې لس ميليونو ته لوړ شو. د هغوی له جملې څخه يې څلور ميليونه جينکۍ وې.