غور کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي او له سلو زيات ژوبل کړي دي
۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبهدغه حمله په فيروزکوه، يعنې د غور ولايت په مرکز کې وشوه. دغه سیمه د نورو ولايتونو په نسبت، يو څه آرامه بلل کيږي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، دغه موټربم د غور د امنیه قوماندانۍ په وړاندې د غرمې څخه لږ مخکې تقريبا په ځايي وخت يولسو بجو چاودنه رامنځ ته کړې ده. د کورنيو چارو وزارت په حواله «تروريستانو په چاودېدونکو توکو ډک موټر ته انفجار ورکړ… چې په نتيجه کې ۱۲ ملکيان ووژل او څه باندې سل تنه نور ټپيان شول.»
جمعه ګل يعقوبي چې د غور يو روغتيايي چارواکی دی، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په قربانيانو کې د امنيتي ځواکونو غړي هم شامل دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د بريد پړه منلې نه ده، خو د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې په تېرو څو اوونيو کې زياتې شوې دي. «دا چاودنه ډېره زوروره وه»، دغه خبره عارف عابر وکړه چې د غور د والي وياند دی. د هغه په وينا امنيې قوماندانۍ ته څېرمه پرتې ودانۍ چې په هغو کې د معلولینو او د ښځو د چارو ریاستونه دي، هم زيانمنې شوې دي.
آژانسونه/م.ن.ص./م.ک.ص.