1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کم عمره نجونو پر جنسي قاچاق تورنه ښځه مجرم ګڼل شوې

۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبه

د متحده ایالاتو په فدرالي محکمه کې پر ګیلین میکسویل پرکمسن د جنسي موخو له پاره د نجونو د قاچاق کولو لګول شوو شپږو تورونو له جملې څخه پنځه یي په اثبات رسیدلي دي. نوموړۍ تر ۶۵ کالونو پورې د بند پر سزا محکومیدلی شي.

https://p.dw.com/p/4508K
Jeffrey Epstein und Ghislaine Maxwell
بریتانوۍ ټولنپژندونکې ګیلین میکسویل پرکمسن له خپل پخواني ملګري جیفري ایپسټاین سره انځور: US Attorney Office/Zuma/picture alliance

بریتانوۍ ټولنپژندونکې ګیلین میکسویل پرکمسن خپل پخواني ملګري جیفري ایپسټاین ته د جنسي تیري په موخه د کم عمره ځوانو نجونو وړاندې کولو په قضیه کې مجرمه بلل شوې ده.

کله چې د امریکا په محکمه کې د ګیلین میکسویل پر ضد فیصله اورول کیدله، نو هغې هیڅ احساسات ښکاره نه کړل، بلکې له خپل مخ څخه یي ماسک لیري او په خپل ګیلاس کې یي اوبه واچولې. نوموړی په پنځه شپیته کاله بند د محکومیدو سزا له ګواښ سره مخامخه ده.

جرمونه او په محکمه کې دلایل

قاضیانو میکسویل تر ۱۷ کلنۍ د کم عمره نجونو په غیر قانوني ډول جنسي فعالیتونو ته په هڅونې، له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره نجونو په جنسي قاچاق او همدا راز په غیر قانوني جنسي فعالیتونو کې د برخه اخیستنې په موخه اړونده کور ته له ۱۷ کلنۍ د کم عمره نجونو رسول او داسې نورو جرمونو کې تورنه پیژندل شوې ده.

څارنوالانو وویل چې میکسویل د جنسي جرمونو په برخه کې د جیفري ایپسټاین ملګرې وه. حیفري ایپسټاین هم په محکمه کې د جنسي جرایمو دوسیه درلودله، خو هغه په ۲۰۱۹م کال کې د نیویارک په یوه زندان کې ځان وژنه کړې وه.

څارنوالانو خپله دعوا د هغو څلورو ښځو د تورونو په اساس جوړه کړې وه چې ایپسټاین یي په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزه کې پر جنسي ناوړه استفادې تورن کړی و. له دغو څلورو ښځو څخه درې تنو یي په مستعارو نومونو په محکمه کې شاهدي ورکړې وه.

د ایپسټاین تر مړينې نږدې یو کال وروسته د ۲۰۲۰م کال په جولای کې میکسویل نیول شوې وه. دغه بریتانوۍ ټولنپوه د خلکو له عام محضر څخه غائبه شوې وه او د هغې د استوګنې د ځای په اړه مختلفې اوازې خپریدلې. دغه بریتانوۍ ۵۹ کاله عمر لري او د بریتانوي رسنیو د مشهور کاروباري شخصیت رابرت میکسویل لور ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح