1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په غزنې کې لس طالبان غرق سوي دي

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

په افغانستان کې د طالبانو د طبعې پیښو پروړاندي د مبارزې وزارت ویاند ويلي دي چې د غزني قره باغ په سیمه کي د طالبانو یو موټر اوبو غرق کړی او لس طالبان پکښې مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4EsEB
Afghanistan Ghazni | Taliban Kämpfer
انځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

تیره شپه په زابل او غزني ولایتونو کي د سختو اورښتونو له امله د راغلي سيلاب په سبب ځیني لارې بندي سوي وې.

د طالبانو حکومت د طبعي پيښو پروړاندي د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ويله ته وویل چې د ملې دفاع وزارت اړوند یو موټر اوبو غرق کړي چې پکې سپاره لس تنه وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دې. دغه کسان له کابله زابل ته پرلاري وه چې موټر یې د غزنې قره باغ په سیمه کې ابو غرق کړی.

هغه وویل چې د دي سیلابونو له امله یوشمیر کورونو ته هم مالې زیانونه اوښتي دې.

له تيرو څو ورځو راهيسي په افغانستان کي د سختو اورښتونو له امله په ځينو ولايتونو کي سېلابونه راغلي او سخت ځاني او مالي تاوانونه يې رسولي دي.

صفت الله زاهدی