1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني د پارلماني او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د غزني پارلماني، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د تلې په میاشت کې ترسره کوي. دا ټاکنې ولې ځنډېدلي؟

https://p.dw.com/p/3mxOi
Afghanistan Parlamentswahlen Khost
آرشیف انځورانځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو او د ښاروالیو د مجلسونو د ټاکنو ترسره کېدو لارې چارې یې ارزولي دي. چارواکي وايي، د غزني د ولسي جرګې ټاکنو طرحه د ۱۳۹۹ د زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوې، چې په هغې طرحه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوايي میاشتې ۳۱مه د ټاکنو ورځ اټکل شوې وه. 

د کمېسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر ۱۹مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر ارزونو وروسته پریکړه شوې چې دا ټاکنې د راتلونکې ۱۴۰۰ لمریز کال د غوايي میاشتې پر ځای په تله یا میزان میاشت کې ترسره شي. نورستانۍ وویل: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۴۰۰لمریز کال په مني کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول تخنیکي او عملیاتي تیاري نیولي.»

کمېسیون وايي، د دغو ټاکنو د ترسره کولو مالي ملاتړ لپاره یې د ملګرو ملتونو د معاونیت له دفتر او UNDP سره د پروژې سند هم لاسلیک کړی دی. 
د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ولې ځنډېدلې؟

د تېر ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې مياشتې په ٢٨مه او ٢٩مه په ٣٣ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې خو په غزني کې د نا امنيو او ځينو نورو اختلافونو له امله دغه ټاکنې ترناڅرګندې نیټې ځنډېدلې وې. د نا امنیو سربیره ترټولو ستره ستونزه د هغه ولایت د ټاکنو پر حوزوي کولو وه.

د افغانستان د تیرو پارلماني ټاکنو انځورونه زمونږ له آرشیف څخه:  

په ولسي جرګه کې یوولس وکېلان د غزني استازولي کوي، خو ټول یې له هزاره قومه او د امن ولسوالیو اوسېدونکي دي. د غزني د پښتون میشتو ولسوالیو اوسېدونکو غوښتنه دا ده چې په دغه ولایت کې د پراخو امنیتي ستونزو له امله دې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو ووېشل شي.

د دغو ننداریو له امله ټاکل شوې وه چې د غزني د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې له تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره یوځای وشي، خو کمېسیون د تېر ۱۳۹۸ لمریز کال په جوزا یا غبرګولي میاشت کې بیا اعلان وکړ چې د وخت د کموالي له امله دا ټاکنې ولسمشرۍ ټاکنو سره همهاله نه شي ترسره کولای.

د ټاکنو کمېسیون نه دي ویلي چې ایا اوس په غزني ولایت کې د ټاکنو ترسره کېدا د څرنګوالي پرسر جنجالونه هوار شوي او کنه خو دومره یې وویل، چې له تېرو ټاکنو یې تجربې اخېستي. د کمېسیون په یوه اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «د رایه ورکولو د مرکزونو بیا ځلي ارزونه، د رایه ورکوونکو د نوملړ اصلاح او د رایه ورکوونکو تقویتي نوملیکنه هغه مهم موضوعات دي چې د یادو ټاکنو تر عملیاتي برنامو مخکې به د کمیسیون له خوا ترسره شي.»

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي بیا د غزني د ولسي جرګې، ولایتی او ولسوالۍ شورا ګانو د ټاکنو ترسره کېدو په اړه د حکومت په اراده شکمن دي.
د ولسي جرګې غړي مولوي ذبیح الله عتیق په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «حکومت د ټاکنو ترسره کېدو ته ډیر ژمن نه ښکاري ځکه نه غواړي ولایتي شورا ګانو ته د حکومت سیاسي مخالفین د ټاکنو په مټ لاره پيدا کړي.»

د پارلمان دا غړۍ وايي، همدا اوس په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي شاوخوا ۵ کاله ناقانونه خپل کار ته دوام ورکوي او د ولایتي شوراګانو د کار دوام هم له تېرو دریو کلونو ناقانونه دی.
اسماعیل شاکر – کابل