1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني ولې په دوحه کې د مذاکراتو له دوام سره هوکړه وکړه؟

۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هوکړه کړې چې د افغانانو د خپل منځي خبرو دويم پړاو دي هم په دوحه کې پيل شي. افغان حکومت ولي په هيواد کې د مذاکراتو د دوام له وړانديزه تېر شو؟

https://p.dw.com/p/3nHgt
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

افغان حکومت وايي، د سولې مرکچې پلاوي او ملي روغې جوړې شورا د مشرانو د غوښتنې پر بنسټ ولسمشر هوکړه کړې ده، چې د مذاکراتو راتلونکي پړاو دې هم په قطر کې ترسره شي.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: «د نړېوالو ملاتړ کوونکو په مشوره او د مذاکراتو د دويم پړاو د ځنډېدو د مخنيوي په موخه د افغانستان ولسمشر توافق وکړ چې د مذاکراتو بل پړاو دې په قطر کې وشي.»

ښاغلي صديقي زياته کړې چې حکومت لاهم په افغانستان کې دننه د مذاکراتو د نورو پړاوونو ترسره کېدو پر غوښتنه ولاړ دي.

د طالبانو او افغان حکومت مرکچې پلاوو ترمنځ د شوي هوکړي له مخې، د سولې خبرو دويم پړاو بايد د راتلونکې ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۵مه نيټه په دوحه کې پيل شي.

افغان حکومت ټينګار کاوه چې د خبرو دا پړاو بايد په هيواد کې وشي، خو طالبانو يې دا وړانديز رد کړی وو.

ولسمشر غني ولې په قطر کې د خبرو له دوام سره موافقه وکړه؟

سره له دې چې د چارو ځيني کتونکي وايي چې د بين الافغاني خبرو د پيل ځای ډير مهم نه دی، خو د حکومت ځيني منتقدين بيا له خپل وړانديزه د ولسمشر تېرېدل بهرنی فشار بولي.

د افغانستان د ولسي جرګې يوه غړي الله ګل مجاهد دويچه ويله ته وويل چې طالبان او افغان حکومت دواړه په مذاکراتو کې د امريکا ارادې ته ګوري: «پر ولسمشر خارجي فشارونه دي، په خاصه توګه د امريکا فشارونه چې ولسمشر غني يې مجبور کړ چې له خپلې غوښتنې تېر شي.»

سياسي شنونکې خاطره اسحاقزۍ هم په دې اند ده چې د سولې په خبرو کې دواړه ښکېل لوري (حکومت او طالبان) لازمه خپلواکي نه لري.

خو نوموړې دويچه ويله ته وويل، د خبرو پر ځای بحث مهم نه دی، بلکې مهم بحث دا دی چې خبرې به په کومه اجنډا دوام وکړي: «مهم ټکي دادي چې کومې پريکړې ته سره رسيږي؟ د افغانانو په استازولۍ هلته څوک ځي؟ افغان ولس بايد په دې خبرو باندې اګاه کړای شي.»

هاخوا ځينې نور کتوونکي په دې باور دي چې د خبرو د ځای په اړه دريځ نېول، د ولسمشر غني يو سياسي تکتيک وو چې غوښتل يې طالبان تر فشار لاندې راولي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزين دويچه ويله ته وويل، داسې ښکاري چې غني په خپل دغه سياسي تکتيک کې پاتې راغلی دی: «دا ښه پرمختګ دی چې بين الافغاني مذاکرات د تېر په څير په دوحه کې کيږي او د خلکو هيله داده څومره چې ژر ممکنه وي دا مذاکرات ښه پايله ولري.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي دي چې د مذاکراتو دويم پړاو به هم پر ټاکلې نيټه په دوحه کې پيل شي.

ښاغلي عبدالله پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي چې د شورا د مشرتابه کميټې له غړو سره په غونډه کې دې هوکړې ته رسېدلي دي چې اوسمهال د خبرو دوام له پاره مناسب ځای قطر دی.

اسماعيل شاکر – کابل