1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي به په کوچني اختر هم محدوديتونه وي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د کرونا شرایطو ته په کتو سره به سږکال بیا هم په جرمني کي مسلمانان کوچنی اختر له محدودو کسانو سره ولمانځي. د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر په دې اړه د تفاهم د ښودلو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3tHFZ
Bundespräsident Steinmeier verleiht Verdienstorden
فرانک والتر شټاین مایرانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر د روژې میاشتي د پای ته رسیدو په مناسبت یوه ویډیويي پيغام کي وویل: «د کوچني اختر ورځي د خوشالیو ورځي دي او مسلمانان دغه ورځي له خپلو کورنیو او دوستانو سره لمانځي. دا د خواشینۍ ځای دی چي د دوهم وار له پاره دغه اختر د کرونا د پاندیمي د محدودیتونو په سیوري کي لمانځل کیږي.»

په عین حال کي شټاینمایر په آلمان کي له میشتو مسلمانانو څخه مننه وکړه چي د کرونا پاندیمي پر وخت یې د ناامیدي په ښودلو او غونډو جوړولو څخه په تیریدو سره خپل پیوستون ښودلی دی.

Deutschland Zuckerfest
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

شتاینمایر یو وار بیا په دې برخه کي د دسپلین مراعاتولو او تفاهم ښودلو غوښتنه وکړه چي سږنی کوچنی اختر به بیا هم له لږ شمیر دوستانو سره ولمانځل سي. هغه زیاتوي: «په پای کي هیله مند یم چي د واکسین لګولو پروسه په چټکۍ سره پر مخ ولاړه سي تر څو وار بیا حالات د پخوا په شان عادي سي.»

ولسمشر زیاتوي چي په اکثرو مذهبونو کي د روژې د نیولو وخت د پخلایني له افکارو سره تړلی دی. هغه همدارنګه وویل: «زه ددې هیله کوم چي د کرونا پاندیمۍ پر وخت په ګډه ټوله ورڅخه کړیدلي او خراب وختونه په دغه هیواد کي د مذهبي ټولنو او هم هغو خلګو چي هیڅ مذهب نه لري، د نژدې کیدو سبب سي.»

PG/NZ/AG