1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هایکو ماس غواړي چې د آلماني عسکرو ماموريت تمديد شي

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د آلمان د باندنيو چارو وزير هايکو ماس، وړانديز کړی چې د آلمان پوځ ماموريت دې په افغانستان کې په مارچ مياشت کې تر ختمېدو د مخه لا اوږد شي. ماس ويلي چې تر هغې پورې به ښايي د سولې په سر خبرې بشپړې شوې نه وي.

https://p.dw.com/p/3pJ65
Afghanistan Bundeswehrsoldatin
انځور: picture-alliance/JOKER/T. Vog

د آلمان د باندنیو چارو وزیر هایکو ماس، د فونکه رسنيز ګروپ ورځپاڼو سره په مرکه کې ويلي، دا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبرې اترې به تر مارچ مياشتې پورې بشپړې شوې نه وي، نو د آلماني سرتېرو ماموريت دې هم اوږد کړل شي.

ماس وويل چې «له دې کبله بايد د بېلابېلو سېناريوګانو له پاره د يوې پارلماني پرېکړې سره» ورته چمتو واوسو. د آلمان پوځ د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې تر ۱۳۰۰ پورې عسکر په افغانستان کې ځای پر ځای کولی شي. په افغانستان کې میشت آلماني ځواکونه د ناټو د دغه ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې، روزنه او ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د يوه کال لګښت د آلمان د حکومت له خوا ۴۲۷،۵ ميليونه يورو اټکل کيږي. د ځواکونو د ايستلو په هکله بحث د طالبانو او د امريکا متحده آيالاتو تر منځ د يوه تړون له کبله راټوکېدلی وو چې له مخې يې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ايستل کيږي. په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې له کابل سره به د سولې په هکله خبرې کوي او په ښکاره توګه به تاوتريخوالی کموي.

خو سره له دې هم د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل راهیسې په افغانستان کې له تشدده ډکه جګړه روانه ده. ماس وويل چې د ولسمشر جو بايدن په مشرۍ د متحده آيالاتو نوې اداره بايد يو ځل بيا د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ له پاره همکارۍ ته زمينه مساعده کړي. د ماس په خبره په دې هکله موافقه موجوده ده چې «موږ غواړو چې دغه ماموريت په ګډه د ائتلافي ملګرو په توګه په مسئولانه ډول پای ته ورسوو چې د سولې پروسې ته پکې خطر پېښ نه شي.»