1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه وکړه

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

د آلمان خارجه وزير وويل چې غواړي د افغانستان اړمنو خلکو سره مرستې زیاتې کړل شي. نوموړي دا څرګندونې په ژنيو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس وکړې.

https://p.dw.com/p/40GUl
Deutschland | Bundesaußenminister Heiko Maas
انځور: Xander Heinl/photothek/picture alliance

هايکو ماس د دوشبنې په ورځ د ژنیو په کنفرانس کې وویل: «آلمان وار دمخه افغانستان او سیمې سره خپلې بشري مرستې ۱۰۰ میليونه يورو (۱۱۸ ميلیونه ډالر) ته ډيرې کړي دی.»

ماس زیاته کړه: «موږ پلان لرو چې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هیوادونو د ملاتړ په موخه نورې ۵۰۰ میلیونه يورو هم چمتو کړو.»

هغه په عین وخت کې د افغانستان له نوي واکمنو څخه وغوښتل چې د بشري مرستو د خونديتوب تضمین وکړي.

هایکو ماس په دې اړه وویل: «موږ د طالبانو له رهبرۍ څخه غواړو چې په افغانستان کې د بشري سازمانو او د هغوی د پرسونل د رفاه او امنیت څخه ډاډ راکړي.»

د آلمان خارجه وزير زیاته کړه: «د بشري مرستو ورهاخوا، په راتلونکې کې د طالبانو له یوه حکومت سره زموږ لیدلوری به د هغوی د ویناو سره نه بلکې د هغوی له عمل سره تړلي وي.»

ماس ټینګار وکړ چې د آلمان د حکومت توقع دا ده تر څو «هغه کسان چې موږ يې پر وړاندې مسئولیت لرو وشي کړای له دغه هیواده څخه ووځي. طالبان باید بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

هایکو ماس دغه راز زیاته کړه :«تیره اوونۍ د طالبانو جوړ شوی سرپرست حکومت چې نورې ډلې په کې نشته، د نړيوالو شریکانو له پاره یو ښه زیګنال نه وو.»