1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني غواړي د کابل څخه ډیر محلي کارکونکي راوباسي

۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبه

د جرمني حکومت غواړي د کابل څخه د امکان تر حده ډیر محلي کارکونکي او د خطر سره مخامخ خلګ راوباسي. حکومت ویلي، چي هم د دغو خلګو د سرنوشت او هم په مجموع کي د افغانستان د پرمختګ له کبله اندیښمن دی.

https://p.dw.com/p/3z2zM
Afghanistan | Taliban in Kabul
انځور: REUTERS

دغه خبره د جرمني د حکومت ویاند، شټیفان زایفرت نن دوشنبه (د اګست میاشتي ۱۶ مه) په برلین کي کړې ده او ویلي یې دي، چي په اوس وخت کي د دوی مهم هدف د دغو خلګو راایستل دي. په خبره یې صدراعظمي انګیلا میرکل ته به د راتلونکو اقداماتو په باب په وار وار سره معلومات ورکول کیږي.

په همدې حال کي بیا د جرمني ددفاع وزیري، انه ګریت کرمپ کارین باور د افغانستان د انکشافاتو له کبله په دغه اوني کي ټوله ملاقاتونه لغؤ کړي دي.

حکومتي ویاند، زایبرت همدارنګه ویلي دي، چي الماني پوځ هم د افغانستان د اوضاع له کبله « ډیر تشویش» کوي. زایبرت همدارنګه وویل، په دې دلیل چي غربی هیوادونو د ډیر وخت دپاره په افغانستان کي نظامي حضور درلودی، هغوی اوسني« ترخو انکشافاتو» په تعجب کي اچولي دي.  

Afghanistan | Taliban in Kabul
انځور: REUTERS

زایبرت ونه غوښتل، چي د افغانستان د اوسني ماموریت د بیلانس په باب خبري وکړي، بلکه په خبره یې اوس د خطر سره مخامخ خلګو نجات لمړیتوب لري. خو هغه دې ته اشاره وکړه، چي اوسنی ماموریت به د متحدینو سره په ګډه تر سره سي.

د بلي خوا بیا د جرمني حکومت د ملګرو ملتو د عمومي منشي، انتونیو ګوتریش د نن دوشنبه د هغي غوښتني سره یو ځای سوی دی، چي غوښتي یې وه، «طالبان باید د زغم اوبُرده برداری څخه کار واخلي، د خګو ساتنه او حفاظت وکړي او لازم بشردوستانه تدابیر اتخاذ کړي.»

آ./م.ق./ا.ا.