1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

کرونا: له هندوستان څخه جرمني ته راتګ سختیږي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

په هندوستان کي د کرونا د نوي خطرناکه شکل د پیدا کیدو په دلیل له دغه هیواد څخه جرمني ته راتګ ډیر سختیږي. په عین حال کي د نړۍ ډیرو هیوادونو له هندوستان سره د مرستي اعلان کړی دی. هندوستان اوس د کرونا څخه ډیر کړیږي.

https://p.dw.com/p/3sZGj
Indien Neu Delhi | Coronavirus | Todesopfer
انځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

په هندوستان کي د کرونا یو نوی خطرناکه شکل، B.1.617 راپیدا سوی او ځکه نو جرمني دغه هیواد د خطرناکه سیمي په کټه ګوري کي شامل کړی دی.

په همدې دلیل د نن دوشنبه (د اپریل میاشتي ۲۶ مه) څخه به د هندوستان څخه جرمني ته راتګ هم ډیرسخت سي. خصوصاً د هغو کسانو له پاره چي په هندوستان کي یې وخت تیر کړی او یا د جرمني څخه په سیاحت او رخصتۍ ورغلي وي.

استثناً یوازي د هغو خلګو له پاره موجوده ده چي د جرمني دایمي اقامت ولري، خو هغوی هم مجبوره دي چي تر راتګ دمخه تيست وکړي او په جرمني کي د دوو اونیو له پاره په قرنطین کي پاته سي.

د اروپا نورو هیوادونو د هغې جملې څخه ایټالیا هم د هندوستان څخه پر سفر محدودیتونه لګولي دي.

د نړۍ د ډاکترانو د اتحادیې رئیس، فرانک اولریش مونتګومري د جرمني حکومت ددې تصمیم هرکلی کړی دی.

په همدې حال کي د جرمني صدراعظمي، انګیلا میرکل د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپریل مياشتي ۲۵) له هندوستان سره د کومک کولو پیشنهاد وکړ. هغې د حکومت د ویاند په حواله ویلي دي چي «د پانډمۍ پر ضد مبارزه زموږ ګډه مبارزه ده.» په خبره یې «جرمني له هندوستان سره د همکارۍ او همدردۍ په لار کي اوږه پر اوږه ولاړ دی. موږ د همکارۍ او کومک رسولو یو چټک ماموریت ته امادګي نیسو.»

Flughafen Denver  International Airport
انځور: imago/ZUMA Press

د بحراني حالاتو له پاره د اروپايي ټولني کمیسار، یانیڅ لینارچیچ هم اعلان کړی دی، چي بروکسل د هندوستان په غوښتنه له دغه هیواد سره د کومکونو اعلان کړی دی او ډیر ژر به ورته اکسیجن او دواوي ورولیږي.

له بلي خوا دامریکا متحده ایالاتو او ډیرو نورو هیوادونو له هندوستان سره د عاجلو کومکونو د کولو اعلان کړی دی. امریکا غواړي دغه هیواد ته دواوي، چټک ټستونه، د تنفس آلې، حفاظتي تجهیزات، اکسیجن او په هندوستان کي د واکسین د تولیدولو پخاطر اومه مواد ورولیږي. د امریکايي مسؤلو مقاماتو په حواله به دغه ټوله مواد د همدغي اونی په جریان کي ورولیږل سي.

په هندوستان کي د کرونا د نوي شکل د راپیدا کیدو راهیسي ډیر انسانان په هغه اخته سوي او مړه سوي. یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ددغه هیواد د صحت عامې وزارت په حواله ۳۴۹۶۹۱ کسان په کرونا اخته سوي او ۲۷۶۷ کسان ورڅخه مړه سوي دي.