1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له کرونا سره مبارزې ته نور ۱،۵ميليارده يورو ځانگړي کړي

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

په نړۍ کي د کرونا له بحران سره د مبارزې له پاره، جرمني ۱،۵ میلیارده نوري یورو هم ځانگړي کړي. دغه پیسې به د واکسین د رانیولو په گډون ددغي پاندیمۍ په اړه په بیلابیلو برخو کي مصرف سي.

https://p.dw.com/p/3pCR1
Weltspiegel 01.02.2021 | Corona | Impfstoff Pfizer-Biontech, Großbritannien
انځور: Lee Smith/REUTERS

د آلمان د داخلي لګښتونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ یونیم میلیارده یورو د کرونا پاندیمي پر وړاندي نړیوالي مبارزې له پاره ځانګړي کړې. په پام کي ده چي ددغو پیسو ډیره برخه به د واکسین په برخه کي مصرف سي، په خاص ډول د واکسین د رانیولو او د هغه د آماده کولو، پرمختګ او تدارکاتو له پاره.

پاته دغه پیسې د نورو برخو لکه د کرونا ناروغۍ د درملنې د دارو درملو او همدارنګه د محافظتي تجهیزاتو د رانیولو او آزموینو له پاره ځانګړي سوي دي.

ددغو پیسو لګښت به د روغتیا نړیوال سازمان او واکسین د ايیتلاف « Gavi» په گډون بیلابیلو سازمانونو ته پرې ښودل سي.

د آلمان په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات گوند، اکهارد رهبرگ وویل: «ددغي پاندیمي په وړاندي یوازي په ګډه مبارزه کیدای سي.» هغه زیاته کړه: «له همدې کبله ډیره مهمه ده چي نه یوازي د خپلو هیوادونو له پاره بلکي د نړیوال ګډ کار له لاري عمل وکو. په خاص ډول موږ باید له هغو هیوادونو سره مرسته وکړو چي د هغوی روغتیايي سیستم په یوازي سر ددې توان نه لري چی ددغي ستونزي مخه ونیسي.»

د جرمني د سوسیال ديموکرات ګوند غړي، سونیا شتیفن ویلي: «موږ بې وزلي هیوادونه په دغه بحران کي یوازي نه پریږدو.» هغې زیاته کړه: «د پاندیمي مخه هغه وخت نیول کیدای سي چي په ټوله نړۍ کی تر کنترول لاندي وي.»

آژانسونه/ګ.پ/ن.ز