1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

جرمني: د کرونا د سیاست پرضد سختي مظاهرې

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

د یوه کال راهیسي په جرمني کي خلک مجبوره دي د کرونا ویروس پخاطر د سختو محدودیتونو سره ژوند وکړي. خو ډیری دا نسي زغملای او په همدې دلیل په زرهاوو کسانو بیا پرون د دغو قیوداتو پرضد مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/3qbpf
Deutschland Dresden | Querdenken Protest gegen Coronamaßnahmen
انځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance

د جرمني په ځینو ښارونو لکه درسدن کي خلګو پداسي حال کي په مظاهرو لاس پوري کړ، چي تر دې مخکي یې پر مظاهرو باندي بندیز هم لګیدلی ؤ. تر زرو کسانو اضافه یوازي د ښاري شورا مخته مظاهرې وکړې، چي اکثرو یې ماسکونه هم نه وه اغوستي او معینه فاصله یې هم نه وه مراعت کړې. په دغو مظاهرو کي ۱۲ پولیس زخمیان سول او پر ۴۷ مظاهره کونکو باندي د جزايي اعمالو د سرته رسولو قضیې ثبت سوې. 

په شتوټګارت ښار کي بیا مظاهره کوونکو د یوه کال راهیسي د کرونا پخاطر وضع سوو محدودیتونو، مکتبونو د تړل کیدو، د ټولني څخه منزوي کیدو او ډیرو کسانو د بیکاره کیدو او ډیوالي کیدو پرضد شعارونه ورکول. د مظاهرې په اخره کي د SWR د راډیو ټلویزون پرهغه ټیم باندي د یوه مظاهره کونکي لخوا حمله وسوه، چي د مظاهرې جریان یې ثبتوی. خو څوک پکښي زخمي نسو.

Demonstration gegen die Corona-Einschränkungen - Magdeburg
انځور: Heiko Rebsch/dpa/picture alliance

د مونشن په شمول د جرمني په ډیرو نورو ښارونو کي هم پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۱۳ مه) د کرونا قیوداتو پرضد مظاهرې وسوې. خو دلته بیا پولیسو مظاهره منع او هغه یې منحل کړه، ځکه چي په خبره یې خلکو د کرونا قیودات نه وه مراعت کړي او ترهغه چي اجازه یې درلوده، ډیرو کسانو په مظاهره کي ګډون کړی ؤ.

د جرمني په دوسلدوروف ښار کي هم تقریبآ ۲۰۰۰ کسانو د کرونا محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې. په برلین کي بیا د پولیسو په حواله زرو کسانو په مظاهره کي برخه اخیستې وه.

د پولیسو د معلوماتو په اساس په دغو مظاهرو کي د عادي خلګو تر څنګ، چي د کرونا محدودیتونو څخه نفس تنګي سوي دي، ډیرو ښی اړخو نشنلسټانو هم برخه اخیستې وه.