1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ پلان او له افغانستانه د آلماني ځواکونو د وتلو سناريو

۱۳۹۹ آبان ۳۰, جمعه

دونالد ترمپ غواړي خپل د ځواکونو ډیره برخه له افغانستانه وباسي. آلمان اوس پر داسي سناريو کار کوي چي په څو مياشتو کي خپل ځواکونو له افغانستانه وايستلای سي.

https://p.dw.com/p/3lbI8
Afghanistan - Deutsche Bundeswehr im Einsatz
انځور: Imago/Est/Ost

د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند د جمعې په ورځ «راينيشه پست» او «گنرال انڅايگه» ورځپاڼو ته ويلي دي چي پر داسي طرحي باندي کار کیږي چي له مخي يې په څلور مياشتو کي له افغانستان څخه خپل ټول عسکر را ويستلای سي.

د هغه په خبره دا طرحه تر هغه دمخه لا موجوده وه چي دونالد ترمپ په افغانستان کي د خپلو

عسکرو د شمېر کمېدل اعلان کړي. خو هغه ويلي دي چي په دې اړه پريکړه د سياستوالو ده او د آلمان پوځ به يې لارښوونه عملي کړي.

اوس ۱۲۵۰ آلماني سرتیري په درو اډو، مزارشریف، کابل او کندز کي ځای پر ځای دي. هغوی افغان پوځ ته مشورې او مسلکي زده کړي ورکوي.

د افغانستان له پاره د ناټو د گډ ماموریت شعار په اول سر کي داوو چي «په گډه به ورځو او په گډه به بیرته راوزو». خو اوس داسي ښکاري چي امریکا متحده ایالات نور له دغه توافق څخه تیر سوی وي چي دا کار د آلمان د حکومت د قهر او غوصې سبب سوی. اوس په افغانستان کي د ناټو د ماموریت په چوکاټ کي له ۳۸ هیوادو څخه شاوخوا ۱۲ زره سرتیري ځای پر ځای دي.

«له عجلې څخه باید کار وانه خیستل سي»

د آلمان حکومت په قطر کي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبرو ته د یوې ډیري حساسي مرحلې په سترگه گوري. په دغو خبرو اترو کي تل خنډونه راځي او تشدد مخ پر زیاتیدو دی.

د آلمان خارجه وزیر هایکو ماس ټینگار کوي: «دا یوه عادي خبره نه ده چي دواړي خواوي تر لسیزو شخړو وروسته يوه مېز ته سره کښېني او هڅه وکړي یو له بل سره د روغي جوړي خبري وکړي. پرته له دې هم له تصوره لیري نور خنډونه موجود دي. له همدې کبله باید نور خنډونه هم رامنځته نه سي تر څو ددې سبب سي چي په تلوار سره دغه ځواکونه له افغانستان څخه راوایستل سي.»

د طالبانو له خوا شرایط لا نه دي پوره سوي

په هغه تړون کي چي د امریکا حکومت د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له طالبانو سره لاسليک کړ، راغلي دي چي د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو مخکي بايد دوه شرطونه پوره سوي وي: طالبان باید په رسمي ډول له القاعدې سره خپلي اړیکي وشلوي او دا باید ثابته سي چي له افغانستانه نور د ترهگرۍ خطر موجود نه دی. ددغو شرایطو په پوره کولو سره د امریکا متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو ایستل د ۲۰۲۱م کال تر اپریل مياشتي پوري په پام کي نیولي. خو د ملگرو ملتونو په نظر دغه دواړه شرایط تر نن ورځي پوري نه دي پوره سوي.

د آلمان له قربانیو ډک ماموریت

د آلمان د پوځ له پاره په افغانستان کي ماموریت چي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر بریدونو وروسته پیل سوی، ددغه هیواد په تاریخ کي تر ټولو سخت او له قربانیو ډک ماموریت دی. د آلمان پوځ تر ۲۰۱۴م کاله پوري د ایساف ماموریت په چوکاټ کي لومړی په کابل او وروسته د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای وو چي تر۵۰۰۰ اضافه سرتیرو په درلودلو سره د ټولو هیوادونو په سر کي وو. خو له پاڅون کوونکو سره یې سختي جگړې هم کړي دي. په دغه موده کي ۵۹ آلماني عسکر وژل سوي دي.

د آلماني سرتیرو برعکس چي هغوی د افغان پوځ سره د زده کړو او مشوره ورکولو په برخه کي همکاري کوي، امریکايي عسکر بیا دوې دندي لري: هغوی په قوت سره پر مخ ځي، له طالبانو او نورو پاڅون کوونکو سره مبارزه کوي.

نينا ويرکهوزر/ساندرا پيطرسمن