1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د انتقال لړۍ پيل کړه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

له افغانستانه د آلماني ځواکونو په تجهيزاتو بار، باري الوتکه آلمان ته راورسېدله. د آلمان پوځ د دغه ډول تجهیزاتو د انتقال له پاره د نړۍ تر ټولو سترو باري الوتکو «انتونوف» څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/3taXV
Deutschland Leipzig Coronavirus - Bundeswehr bringt Schutzmasken
انځور: Getty Images/AFP/R. Hartmann

د جرمني د دفاع وزارت وویل: «د سې شنبې په ماپښین د AN-124 انتونوف الوتکي کښته کیدل، په بهر کي د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کي د آلماني تجهیزاتو د وروستي انتقال یو نوی پیل وو.«

د امريکا د دفاع وزارت بيا اعلان کړی چي د امریکایی عسکرو د ایستلو تقریباً یو پرپنځمه برخه بشپړه سوې ده.

ناټو د روان کال په اپریل مياشت کي پریکړه وکړه چي په افغانستان کي به د سپتمبر مياشتي تر ۱۱نېټې پوري خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورسوي.

په دې ډول اوس د بهرنيو ځواکونو له پاره د تجهیزاتو د ټولولو کار پیل سوی. د آلمان د پوځ له پاره د دغو تجهیزاتو ایستل یو لوژیستیکي چيلينج دی، ځکه چي یو ځانگړی ټیم باید د یو څو میاشتو په ترڅ کي ټانکونه، هلیکوپتري او نور نقلیه وسایل آلمان ته انتقال کړي.

د آلمان د دفاع وزارت په حواله، دغه تجهیزات به تر رارسیدو وروسته اول امتحان او بیرته به د پوځ په اختیار کي ورکړل سي.

د آلمان پوځ د خپلو تجهیزاتو د انتقال له پاره د نړۍ تر ټولو سترو باري الوتکو »انتونوف« څخه کار اخلي. دغه الوتکي د اویایمو کلونو په پای کي په پخواني شوروي اتحاد کي طرح ریزي سوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت بیا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر ۱۳ تر۲۰ سلني پوري بشپړ سوی دی. د ځواکونو د ایستلو له پریکړې راهیسي تر اوسه پوري په تجهیزاتو ډکي ۱۱۵ بوینگ ډوله الوتکي امريکا ته رسېدلي دي.

سربیره پر دې پنځه تاسیسات د افغانستان د دفاع وزارت ته ورکړل سوي دي چي په هغو کي په دغه هیواد کي د امریکايي ځواکونو تر ټولو دوهمه لویه پوځي اډه چي په کندهار کي ده هم شامله ده.

د امریکا پوځ د امنیتي دلایلو له مخي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پلان د جزیاتو په هکله معلومات نه ورکوي. د سپتمبر تر میاشتي پوري به د تجهیزاتو ترڅنگه ۲۵۰۰ سرتیري او ۱۶۰۰۰ ملکي کارکوونکي له افغانستان څخه وایستل سي.

GP/NZ/AG